په ننګرهار کې یو شمېر سوداګرو، چې ډيره برخه يي د پمپونو مسولین دي یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه او په خبره يي، د لویو لارو په اوږدو کې ورڅخه د تلې، بیارغونې، حق العبور او نورو نومونو په نامه د پيسو اخیستل بیا پیل شوي.
دغه سوداګر وايي، پوره څوارلس ورځې وړاندې د ولسمشر سلاکار او ننګرهار ته د راغلي پلاوي مشر طاهر ساپي د رسنیو له لارې ددغو غیرو قانوني پیسو د مخنیوي اعلان کړی و،خو اوس ولایتي چارواکو له سوداګورنه د تلې،بیارغونې او نورو نومونوپه نامه د پیسو اخیستل پیل کړي:
"سوداګر: خپل ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې ویلي، چې نور باید د لویو لارو په اوږدو کې له سوداګرو پیسې وانه خیستل شي خو ولایتی چارواکو اوس بیا د باز سازی،حق العبور،تلې او نورو نومونو په نامه پیسې اخیستل شروع کړي.
موږ په همدې خاطر دغه غونډه کړې،چې باید دا د باز سازی پیسې بندې شي که نه نو موږ به خپلو غونډو او اعتراضونو ته ادامه ورکړو."
بل خوا د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وایي،چې سوداګر ورته په خپله خوښه پیسې ورکوي او ولایتي ادارې پر چا فشار نه دی اچولی:
"مخکې د ننګرهار یو شمېر ملي سوداګرو په خپله غوښتنه کړې وه،چې دوی د هیواد په بیارغونه کې ونډه اخلي او د بازسازی په نوم پیسې به ورکوي،خو کله ،چې پلاوی له کابله دغه پیسې بندې شوې وې خو وروسته یو شمېر سوداګرو بیا په خپله خوښه د بازسازی د پیسو اخیستلو غوښتنه وکړه."
خو هغه مهال،چې د ولسمشر د ځانکړي فرمان له مخې یو پلاوی ننګرهار ته راغلی و،هغه په خپلو خبرو کې ویلي وو،چې نور هیڅوک حق نه لري،چې د لویو لارو په اوږدو کې له سوداګرو په یوه او بل نامه پیسې واخیستل شي.
دغه معترض سوداګر هم دا غواړي،چې د مرکزي اداري هغې پریکړې ته دې احترام وشي،چې له مخې يي دغه د غیرو قانوني پیسو مخنیوی اعلان کړی.
د تورخم په لویه لاره هره ورځ شاوخوا اته سوه لویې موټرې تګ راتګ کوي،چې ویل کیږي، له هر لوي موټر نه تر پینځه زره افغانیو پورې د بازسازی په نوم پیسې اخیستل کیږي،خو ددې ځای چاته روښانه نشو،چې دغه پیسې په کوم ځای کې مصرفیږي.
راپور: شاه محمود شینواری، جلال اباد