په افغانستان کې ښځینه خبریالانې امنیتي او ټولنیزو ګواښونو اندیښمنې کړي دي، دوي وایې چې تر یوولسو کلونو مخکې اوس مهال دوي له ډیرو ګواښونو سره مخ دي.
په کابل کې د یوه خصوصی ټلویزیون ویانده ډیوه وایي، له دې امله چې ګواښونه ورته شوي نو خپلې لوړې زده کړې یي پریښي او یوازې د ویاندې په توګه کار کوي:
"همیشه هغوې ما تهدیدوي، چې ته باید رسنی ته لاړه نه شې، ته باید هیڅ کار ونه کړې، ته باید تصویر کې رانشې دوي ما ته همیشه همدا تهدید کوي، چې ته وظیفه پریږده موږ تا سره غرض نه لرو، رسنی کې کار مه کوه بل چېرته کار وکړه، ځکه چې موږ همیشه تا ګورو دا په موږ باندې ډیر بد تاثیر کوي او که ته دا کار ونه کړ، کېدای شي ستا ژوند هم له خطر سره مخامخ وي اندیښنه خو ما سره بیخي ډیره ده او دا اوس هم زه په دې فکر کې یمه چې زه باید څه وکړم."
ډیوه زیاتوي، چې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر کورنیو او بهرنیو ټولنو ته یي هم خپل حال ویلی دی.
د ای ډبلیو پي ار خبریاله مینا حبیب وایي، له دې امله چې سیاسي او جنایي راپورونه جوړوي نو ډیر ځلي ورته د نا معلومو کسانو له خوا ګواښونه کېږې او یو شمېر نا پیژندل شویو کسانو یي کور ته اخطاریه لیکونه هم اچولي دي:
"په دی شرایطو کې چې ورځ تر ورځې نا امنی ډیریږي، ستونزمنه ده، که څه هم چې دولتي ارګانونو ته مې د ګواښونو په اړه ویلي، خو بیا هم ډیره ویریږم، خو دا چې خبریاله یم او له خلکو سره مې ژمنه کړی، نو باید خپلې دندې ته دوام ورکړم، ځکه له خپلې دندې سره مینه لرم."
په یو شمېر ولایتونو کې ښځینه خبریالانې لا اوس هم له چادریو سره د کار ساحې ته ځي، ځکه دوي په ناامنو سیمو کې د خپل هویت د پټولو لپاره دغه کار کوي.
افغان خبریاله او د وخت د خبري اژانس مشره فریده نیکزاد وایي، چې د سیمه ییزو زورواکو د فشار له امله یو شمېر ښځینه خبریالانې د دندو پریښودو ته اړ شوي دي:
"داسې که متوجه شو نن یې کچه لوړه ده، ځکه چې موږ شاهد یو ځینو مسلکي ژورنالیستانو خپل کار پریښی او عدم توجه، هغو ستونزو ته توجه نه کېږي نو دوي مایوسه کېږي او هیریږي چې خدای نا خواسته دوي غټ مشکل سره مخ شي یا خدای نا خواسته د دوي په کور یا په دې باندې حمله وشي نو دوي مجبور دي چې خپله دنده پریږدي."
که څه هم چې موږ په کابل کې له داسې خبریالی سره مخ شو، چې په مزار کې له شتو ستونزو او ګواښونو له امله یي خپله دنده پریښي وه او کابل ته راغلی خو هغې د امنیتي ملحوظاتو له امله له مرکې ډډه وکړه.
په تیرو یوولسو کلونو کې د طلوع د ټلویزیون ویانده شیما رضایې، د شمشاد د ټلویزیون ویانده څانګه اماج، په کاپیسا کې د سولې د راډیو مسووله ذکېه ذکي په څیر یو شمېر ښځینه خبریالانې وژل شوي، چې د وژنې لامل یي کورنی بلل شوې او تر دې دمه د دغو قتلونو په تور هیڅوک نه دي محاکمه شوي.
د خبریالانو د مصونیت د ټولنې د یوه راپور له مخې د خبریالانو په وړاندې په سلو کې ۵۰ تاوتریخوالی د حکومت له لوري کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خبریالانو د ملاتړ د ټولنې یو مشر صدیق الله توحیدي وایي، چې ښایي تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به هغو ښځینه خبریالانو ته لا ډیر ګواښونه وي، چې دوي په تیرو لسو کلونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او د ښو او دقیقو راپورونو د وړاندې کولو له امله یي په خلکو کې شهرت موندلې دی:
"ځیني کورنی فکر کوي پس له دې چې خارجي قواوې له افغانستان څخه ووځي وضعیت به بدلیږي په دغه صورت کې به د دوي لوڼې مشهورې شوې وي او خلک به یي پیژني نو ممکنه ده پس له هغه نه به جدي خطرونه دوي ته راپیدا شي په دې خاطر خپلې لوڼې نه پریږدي، چې رسنیو کې کارو کړي.
همدا راز خپله نجونې داسې فکر کوي، چې په رسنیو کې کار کول دوي ته خطر لري په دې خاطر د دوي حضور په افغاني رسنیو کې کم شوي دي."
د خبریالانو د ملاتړ ټولنې وایي، چې اوس مهال د ټولنیزو او امنیتي ستونزو له امله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمېر مخ په کمیدو دی.
دوي وایي، په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۹ میلادی کال پورې د ښځینه خبریالانو شمېر د پام وړ وه، خو له هغې وروسته مخ په کمیدو شو.
په کابل کې د خبریالانو د ملاتړ ټولنې ټینګار کوي، چې باید افغان حکومت، د رسنیو او د وینا د ازادی د ملاتړ کورنی او بهرنی نړېوال بنسټونه دغه ضمانت او ډاډ افغان ښځینه خبریالانو او د هغوي کورنیو ته ورکړی، چې د دوي د تیرو کلونو لاسته راوړنې به په اوبو نه لاهو کېږي او د دوی سر او مال به وروسته تر دې هم په افغانستان کې خوندي وي.