د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۱

"بر اسد الله خالد برید کټ مټ پر استاد رباني د برید په شان و"


د لندن چاپ انډیپنډنټ ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت پر رییس اسد الله خالد باندې د شوې ځانمرګي برید موضوع څیړلې ده.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم چې ولسمشر کرزي ژمنه کړې ده؛ چې د سولې پروسه به دوام پیدا کړي؛ خو دې پیښې له طالبانو سره د سولې په اړه د افغان او امریکايي مقاماتو هیلو ته ضربه رسولې ده.

دغه راز د حامد کرزي دا څرګندونې به چې پر اسد الله خالد شوې حمله په پاکستان کې پلان شوې وه؛ هغه پرمختګ هم متاثره کړي، چې په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې رامنځته شوی دی.

انډیپنډنټ ورځپاڼې د ولسمشر کرزي دا څرګندونې نکل کړي؛ چې ویلي یې وو، هغه یقیني دی، چې برید کونکی له پاکستان څخه راغلی و او د افغان ولسمشر په وینا هغوی پوهیږي، چې دا یو حقیقت دی.

خو د ورځپاڼې په وینا د افغانستان جمهور رییس په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

افغان استخباراتي مقاماتو ورځپاڼې ته ویلي؛ ځان وژونکی، چې ګومان کیده د سولې استازۍ دی؛ هغه میلمستون ته وربلل شوی و، چیرته چې اسد الله خالد موجود وو او له هغه سره يې د روغ بړ پر مهال ځان والوزوه.

د انډیپنډڼټ په وینا د افغانستان د ملي امنیت پر رییس شوې برید کټ مټ هم هغه شان و؛ چې د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر په میاشت کې يې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني وواژه.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په کاپیسا ولایت کې د واکسین د کمپاین د یوې ځوانې کارکونکې د وژنې په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه تر دې عنوان چې "د واکسین د پروګرام د یوې کارکونکې وژنې یو لړ پوښتنې پورته کړي" په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي:

انیسه د تیرې اونۍ د شنبې په ورځ د واکسین د پروګرام په لړ کې د خپل کار په لومړي ورځ له کوره راووته.

درې وسله وال چې په دوو موټر سایکلونو سپاره وو؛ پر انیسې له شانه راوتاو شول او ۲۲ کلنه انیسه يې ۶ ډزه وویشته.

د کاپیسا د ولایت ویاند قیس قادري لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي؛ انیسه سخته ټپې شوې وه او په څو ساعتونو کې يې ساه ورکړه.

د مقالې لیکونکی وايي، په افغانستان کې ښځې په وار وار سره د کورني او سیاسي تاوتریخوالي ښکار شوي دي.

خو په نزدې وختونو کې داسې نه وو شوي؛ چې د ګزڼ د واکسین د پروګرام پر کومې ښځینه کارکونکې داسې برید شوی وي.

د کاپیسا د عامې روغتیا د ریاست مشر ډاکتر مرزا محمد رجا لاس انجلس ټایمز ته ویلي؛ موږ د واکسین د پروګرام د ښځینه کارکونکو ډلې لرو؛ چې لرې پرتو او خطرناکو سیمو ته ځي؛ خو هیڅکله هم چا هغوی ته ګواښ نه دی کړی؛ چې واکسین مه کوی.

په عین حال کې د کاپیسا د ښخو د چارو رییسې سیفوره کوهستاني لاس انجلس ټایمز ته ویلي؛ دا فکر نه کوي، چې انیسه به طالبانو وژلي وي، ځکه د هغې په وینا طالبان په دغې سیمه کې فعالیت نه لري.
XS
SM
MD
LG