د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۲

"افغان حکومت باید د خپلو ادعاوو لپاره شواهد وړاندې کړي"


جمهور رئیس حامد کرزي پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې د ملي امنیت پر عمومي رئیس اسدالله خالد شوې حمله په پاکستان کې پلان شوې وه.

هغه همداراز که څه هم د کوم هیواد نوم وانخیست خو ويې ویل، چې په دې کار کې د سیمې ځينې استخباراتي کړۍ لاس لري.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د نوموړي ددې څرګندونو په باب یوه اعلامیه خپره کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دیوې اعلاميې په خپرولو د ملي امنیت پر لوی رئیس اسدالله خالد شوې حمله غندلې او دا يې یو مجرمانه عملل بللی.

په دغې اعلامیه کې، چې بیګاماخوستن خپره شوې راغلي، چې که افغان دولت کره شواهد لري، چې ګواکې دا حمله په پاکستان کې پلان شوې وه نو دوی ته دې وسپاري.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي، چې پاکستان په دې سلسله کې له افغان دولت سره هرې مرستې ته حاضر دی.

پاکستان دا اعلامیه وروسته تر هغې خپره کړه، چې حامد کرزي د شنبې پر ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې وویل، چې دا حمله د پاکستان په کوټه کې پلان شوې وه.

په عین حال کې یوشمیر پاکستاني کارپوهان اندیښمن دي، چې د جمهور رئیس حامد کرزي وروستۍ څرګندونې به یوارې بیا د کابل او اسلام اباد ترمنځ روابط خراب او د سولې هڅې له خنډ سره مخ کړي.

که څه هم هغه نیغ په نیغه د پاکستان استخباراتي ادارې په دې حمله کې په لاس درلودو تورنې نکړې خو ويې ویل، چې په دې اړه به په هغه غونډه کې چې څو ورځې وروسته په ترکیه کې دایریږي له پاکستاني چارواکیو سره جدي خبرې وکړي او معلومات به ترې وغواړي.

د پاکستان د پوځ متقاعد افسر او د پوځي چارو کارپوه محمد سعد د نوموړي دا خبرې له وخته وړاندې بولي او وايي، چې په دا ډول حساسو مسایلو کې باید له ډير دقت څخه کار واخیستل شي کنه نو هغه زورورې کړۍ به په خپلو پلانونو کې بريالي شي، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د دوستانه اړیکو پر وړاندې خنډونه جوړوي:

"په پاکستان کې داسې خلک شته چې هغوی د افغانستان په باب ښه نظر نه لري او نه غواړي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دې اړيکې ښې شي.

دغه کړۍ پرحامد کرزي بې باوره دي او کوشش کوي، چې د پاکستان پالیسي جوړوونکې ادارې یا واکمن د هغه له حکومت سره له ښو اړیکو او همکاریو څخه منع کړي، نو د کرزي صیب دغسې څرګندونې د هغوی ادعاوې یا دلایلو ته قوت ورکوي او همدا خبرې به د ثبوت په توګه وړاندې کوي.

زه نه پوهیږم چې حامد کرزی پر دې وروستیو کې ولې پر یو وخت هم پر امریکا اعتراضونه کوي او هم پر پاکستان."


نوموړی همداراز وايي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان په باب په خپله تګلاره کې یوڅه نرمښت راوستی و، خو په خبره يې ښايي د حامد کرزي تر دې څرګندونو وروسته د اسلام اباد پالیسي جوړوونکې ادارې پر خپلو وروستیو پریکړو له سره غور وکړي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې، چې د تیر میلادي کال په ستمبر میاشت کې دبرهان الدین رباني تر وژنې وروسته کړکیچنې شويې وې تر ډيرو هلو ځلو وروسته په دې وروستیو کې یوڅه ښې شوې او پاکستان ددغې شورا نوي مشر صلاح الدین رباني ته دسولې له بهیر سره د مرستې ډاډ ورکړ.

په پيښورکې د دي نیوز انګلیسي ژبې ورځپاڼې مدیر رحیم الله یوسفزی په دې باور دی، چې ښايي پاکستان یوارې بیا له دې پروسې سره مرستې وځنډوي :

"پاکستان پخوا هم دا غوښتنه او وړاندیز کړی و چې دواړه دولتونه باید د مطبوعاتو له لارې پر یو بل نیوکې ونکړي او که څه ګیلې وي نو نیغ په نیغه دې د ډيپلوماتیکو حلقو له لارې یو بل ته ورسوي.

زما په باور دغه پيښه او د ښاغلي کرزي څرګندونې به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې یوارې بیا خرابې کړي چې نيغ په نیغه به د سولې پروسې باندې منفي اغیز وکړي."


نوموړی وايي که څه هم حامد کرزي نیغ په نیغه د کوم هیواد نوم ندی اخیستی خو پاکستان پوهیږي چې اصل اشاره يې دوی ته وه.

د افغانستان دملي امنیت پرعمومي رئیس اسد الله خالد د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې په خپل یوه ميلمستون کې د هغه کس له خوا ځان وژونکې حمله وشوه، چې ځان یې د سولې استازی بللی و.

حامد کرزي د شنبې پر ورځ وویل، چې په کومه پیچلتیا او مهارت چې دغه بم د بریدکوونکي په ځان کې ځای پرځای شوی و، هغه د طالب کار نه دی ځکه چې دا په بشپړه توګه یو مسلکي او انجینري شوی کار دی او په دې کې لوی ماهر لاسونه ښکیل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د وسله والو طالبانو دملا دادالله محاذ ویاند بریالي رهبرمل ازادۍ راډیو ته وویل چې دا حمله دوی کړې.

د ملي امنیت پر لوی رئیس دا برید په داسې وخت کې وشو، چې تر یو کلن ځنډ وروسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ په افغانستان کې د سولې بهیر په باب ځنډیدلې خبرې یوارې بیا پل شوي.

د چارو یوشمیر څارونکي په دې باور دي، چې که دواړه حکومتونه په خپلو څرګندونو کې له احتیاط څخه کار وانخلي نو دسولې روانې هلې ځلې به یوارې بیا له ناکامۍ سره مخ شي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG