د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۶

ایسا هڅه کوي په هېواد کې د اسهامو سیسټم دود کړي


Afghanistan -- AISA head in Afghanistan Rafiullah Eftekhar during an interview with RFE/RL Radio Azadi correspondent, 26Jun2012
Afghanistan -- AISA head in Afghanistan Rafiullah Eftekhar during an interview with RFE/RL Radio Azadi correspondent, 26Jun2012
"ایسا" یا په افغانستان کې د پانګې اچونې ملاتړه اداره وایي، د اسهامو د سیسټم دود به وکړای شي، په هېواد کې اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه پراخ او ګړندي کړي.

په سوداګریزو او اقتصادي چارو د اسهامو سیسټم نن سبا د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې جاري دی؛ خو په افغانستان کې تراوسه نه دی رامینځته شوی.

د ایسا د ادارې ریيس "وفي اله افتخار" د چهارشنبې په ورځ وویل، د دې لپاره چې د هیواد خلک په اقتصادي او سوداګریزو چارو کې پراخه برخه واخلي؛ د سټاک مارکېټ یا د اسهامو د بازار رامینځته کول ورته ضروري ګڼل کېږي:

"موږ په هیواد کې د سټاک مارکېټ یا د اسهامود بازار د سیسټم د رامینځته کولو تصمیم نیولی دی، دا سیسټم به وکړای شي، خلک وهڅوي، چې په سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو کې ونده واخلي، د دی لپاره غواړو د خصوصي سکتور مشورې واخلو."

په افغانستان کې له لسو کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې میلیارډونه دآلره پانګه اچونه شوې؛ په اقتصادي او سوداګریزو چارو کې د پام پرمختګونه شوي؛ خو د سټاک مارکېت یا د اسهمامو د بازار سیسټم په کې نشته.

د ایسا ريیس وویل، د دې سیسټم رامنځته کولو ته یې طرحې ترتیب او د هیواد له اقتصاد پوهانو، سوداګرو، پانګوالو او له دولتي متخصصنو سره به شریکه او تر پنځه شپږو میاشتو پورې به یې بشپړه کړي.

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې ريیس "مجدود پوپل" وایي؛ د افغانستان په اقتصادي او سوداګریز نظام کې د سټاک مارکېټ یا د اسهامو د بازار د سیسټم ځایول بې ګټې نه دی؛ خو مخکې له دې چې دا سیسټم رامینځته شي، باید اسانې، شفافې او په عین حال کې کره پالیسۍ ورته ترتیب شي:

"اوسمهال په افغانستان کې سټاک مارکېټ ته شرايط ځکه مساعد نه دي؛ چې دې ته سیسټم د کره قوانینو جوړول ضروري دي؛ ځکه چې کېدای شي، چې د سهم لرونکو له پیسو څخه ځنیې شرکتونه ناوړه ګټه واخلي.

داسې قوانین ورته ترتیب شي، چې د شرکت سرمایه معلومه او فعالیت یې په دقیقه توګه وڅاري؛ د خلکو مالي سهم په کې خوندي او له هره پلوه د خلکو د قناعت وړ وګرځي."


د ایسا د ادارې د معلوماتو له مخې له تیرو لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د لګسونو میلیاردو ډالرو پانګه اچونه شوې او اوس هم کورني او بهرني پانګوال غواړي؛ چې په مختلفو پراختیایي برخو کې نورې پانګې هم واچوي.

کارپوهان وایي، د دې پانګو پروسې په بشپړه توګه شفافې نه دي.

دوی وایي په تیرو لسو کې په خصوصي بانکونو، پراختیایي پروژو او تړونونو کې په مسلسله توګه له درغلیو شکایتونه وشول؛ خو پرضد یې تراوسه قانع کوونکي اقدامات نه دي شوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG