د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

په افغانستان کې د پاکستان وروستۍ لوبه


د امریکا په "هډسن انسټیټیوټ" کې د هند او جنوبي آسیا د چارو څېړونکی او رییس "اپارنا پانډې" د "هفینګټن پوسټ" انټرنټې خپرونې کې په افغانستان کې د پاکستان د هدفونو په اړه یوه تحلیلي مقاله لیکلې او سر لیک کې یې ورکړی: "په افغانستان کې د پاکستان وروستۍ لوبه."

د مقالې لیکوال لیکي، دا چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته تیاری نیول کیږي، داسې بریښي، چې یوه بله لوبه هم روانه ده او دا لوبه پاکستاني مشرانو، ستراتیژۍ جوړونکو او په اصطلاح خواخوږو کسانو جوړه کړې ده.

لوبه داسې ده، چې د دوی په فکر د افغانستان ټولې ستونزې به هغه مهال حل شي؛ چې هند په دې هیواد کې خپله ونډه یا رول بند کړي، نړۍ او په خاص ډول د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د پاکستان د ګټو ملاتړ وکړي.

د لیکوال په وینا، دا مساله په ویلو کې ساده معلومیږي، خو په واقعیت کې ډېره ګرانه ده.

د مقالې لیکوال زیاتوي، د جنوبي آسیا پخوانیو او تجربه لرونکو کسانو ته دا کومه نوې خبره نه ده. په ۱۹۸۰ لسېزې کې چې کله د افغانستان په اړه د جینوا په تړون خبرې پیل کیدې، د پاکستان د هغه وخت پوځې مشر جنرال ضیاالحق ټينګار کاوه؛ مخکې له هغې چې امریکایان له سېمې ووځي باید چې په افغانستان کې پاکستان پلوی او ملګري حکومت جوړ کړي.

ضیاالحق هغه مهال له یوه امریکایي ژورنالیست سره مرکې کې ویلې وو: “پاکستان دا حق لري، چې په کابل کې یو دوست حکومت رامنځ ته کړي. موږ به دا اجازه ورنه کړو چې په افغانستان کې د تېر وخت د رژیمونو په څېر حکومت چې له هند او شورویانو سره یې ښه اړیکې درلودل، واک ته ورسیږي او بیا زموږ په خاورې دعوا وکړي.”

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان مشران او پالیسي جوړونکي تل د ضیا الحق له خبرو سره چې په ډاګه یې کړې وې، موافق دي.

پانډې په مقالې کې وړاندې لیکي، د ۱۹۸۰ لسېزې په څېر نن سبا پاکستانې مشران او ستراتېژۍ جوړونکي په دې باور دي، چې دوی که په مطلق ډول نه وي، دا حق خو لري چې په افغانستان کې مشران یا په اصطالح پاچاهان دې د دوی په خوښه وټاکل شي.

متحده ایالاتو په ۱۹۹۰ لسېزه کې په افغانستان کې له مشرتابه سره چندانې علاقه نه درلوده خو نن سبا یي لري. د مقالې د لیکوال په باور، اصلي خبره دا ده، کوم مشران یا ډلې چې امریکا یې غواړې؛ په افغانستان کې د قدرت په ګدۍ کښېني، پاکستان یې مخالفت کوي او کوم مشران یا ډلې چې پاکستان يې په افغانستان کې واک ته د رسولو هلې ځلې کوي؛ امریکا یې نه غواړي او ممکن له منځه یې یوسي.

خپرونه لیکي، دا چې امریکا، پاکستان ته د نظر وړ مالي او اقتصادي مرستې ورکوي؛ له هند سره یې هم اړیکې پوره ټینګ او قوي کړي دي او هند ته هیڅکله د ګواښ یا دښمن په سترګه نه ګوري. د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د هند نفوذ د نړۍ او سېمې دواړو لپاره ګټور بولي.

انګلستان چاپ فاسننشل ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د چین دنفوذ په اړه یوه مقاله لیکلې او سرلیک یې دی: "چین په افغانستان کې – د دوو کانونو داستان"

ورځپاڼه لیکي، چین له سترې کورنۍ اجندا او د بهرنۍ پالیسۍ له چیلنجونو یا ستونزو سره لاس او ګریوان دی او دا به له امکانه لرې وي؛ چې افغانستان دې د دې هېواد د نوي جمهور رییس "ژي جینپینګ" په مهمو اولیتونو کې شامل شي.

ورځپاڼه زیاتوي، چین د افغانستان په شمال کې د آمو دریاب په سواحلو کې د تیلو د استخراج پروژه پر مخ وړي او دغه راز د لوګر د عینک د مسو کان یې هم اجاره کړی دی.

چین د مسو د کان کارونه درولې دي او د افغانستان لپاره د دغې مهمې اقتصادي پروژې په اړه له سره ارزونې کوي.
XS
SM
MD
LG