د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

ايران د امريکا د بې پيلوټه الوتکې د نيولو خبر ورکوي


ايران د سې شنبې په ورځ وويل چې د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه يې نيولې ده.
د ايران يوه تلويزيون داسې انځورونه خپاره کړل چې بې پيلوټه الوتکه له ايراني پوځيانو سره ده، خو بل لور ته د امريکا سمندري ځواکونو ويلې دي چې د دوي هيڅ بې پيلوټه الوتکه نه ده ورکه شوې.

ايران په داسې وخت کې د امريکا د سکان ايګل ډوله بې پيلوټه الوتکې د نيولو خبر ورکوي چې په سيمه کې د امريکا پر اکتشافي هلوځلو د تهران او واشنګتن اختلافات دوام لري.

په بحرين کې د امريکا د سمندري ځواکونو وياند جيسن سلاته وايي، پخوا د امريکا ځيني بې پيلوټه الوتکې ورکې شوې وې خو په وروستيو کې دوي له داسې کومې پيښې خبر نه دي. جيسن سلاته زياته کړه، چې په منځني ختيځ او خليج کې د امريکا ټولې بې پيلوټه الوتکې روغې جوړې دي او کومه يوه نه ده تري تم شوې، خو د سيمې يو شمير نور هيوادونه هم له بې پيلوټه الوتکو ګټه اخلي.

تهران بيا په ډيرې خوشالۍ خبر ورکړي دي چې د امريکا يوه بله بې پيلوټه الوتکه يې چې د دوې پر فضا تيريده د جټ الوتکو په مرسته راګرځولې او کښينولې ده.

د العالم په نوم د ايران عربي ژبې تلويزيون داسې فلم خپور کړ چې په هغه کې د ايران د سپاه پاسداران انقلاب دوه عسکر ښکارې او د هغوي ترڅنګ يوه الوتونکې وسيله معلوميږي، د فلم شاته يوه نقشه هم شته چې فارس خليج ته د دې الوتکې د تګ لاره پکې څرګنده شوې ده.

خو دا نه ده څرګنده شوې چې دا فلم د څه وخت دي. د اسوشيتد پريس اژانس په وينا، که چيرته د ايران دا ادعاء سمه وي نو دا په يوه کال کې دريمه ورته پيښه ده.

تيره مياشت دامريکا دفاع وزارت خبر ورکړ چې د ايران ځواکونو د نړيوالو اوبو پر سر د امريکا پر يوې بې پيلوټه الوتکې ډزې کړې دي، خو الوتکې ته زيان نه دي رسيدلي.

د تيرميلادي کال په وروستيو کې بيا د امريکا يوه بې پيلوټه اکتشافي الوتکه چې د افغانستان له لارې د ايران فضا ته ننوتې وه، ونيول شوه. دا خبر بيا امريکايي ځواکونو وروسته ومانه او ويې ويل چې د دوي يوه بې پيلوټه الوتکه د افغانستان او ايران له سرحد سره ورکه شوې ده.

امريکا له ايرانه وغوښتل چې دا الوتکه بيرته ورکړي، خو ايران دا غوښتنه رده کړه او د هغې فلمونه يې ښکاره کړل او ويې ويل چې د دې الوتکې د ټکنالوژۍ په اړه تحقيقات کوي.

ايران په خپله هم ادعا کوي چې د بې پيلوټه الوتکو پرمختللې ټکنالوژي لري. د نومبر په مياشت کې د ايران رسنيو خبر ورکړ چې دغه هيواد بې پيلوټه الوتکې جوړې کړې دي او يو شمير يې د حزب اله له لارې د اسراييل پر سر اکتشافي الوتنې کوي.
XS
SM
MD
LG