د پاکستان نړېوال هوايي شرکت وايي، تيارى يې نيولى چې د دسمبر پر پينځويشتمه نېټه له کوټې تر کندهاره له کندهاره تر کوټې پروازونه پيل کړي.
وايي دوي به په اوونۍ کې د اته څلوېښت کسيزو الوتکو دوه پروازونه ولري، خو که دا تجربه يې کاميابه شوه نو کېداى شي چې پروازونه زيات کړي.
د پاکستان د الوتکو نړېوال هوايي شرکت يا پي اى اې پلان لري، چې د کوټې او کندهار ترمنځ د مسافر وړونکېو الوتکو پروازونه پيل کړي.
په بلوچستان کې د پاکستان د هوايي شرکت مشر اشفاق احمد- چې نه يې غوښتل غږ يې خپور شي- ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه پروازونه به د روانې ديسمبر د مياشتې پر پينځويشتمه نېټه پيل شي.
ښاغلي اشفاق وويل، دوي به د اوس لپاره په اوونۍ کې د اته څلوېښت کسيزو الوتکو دوه پروازونه ولري او که له کندهاره کوټې ته راتلونکې مسافر وغواړي کراچۍ ته پسې لاړ شي، نو په ډېره کمه کرايه تر کراچۍ پورې هم تلاى شي.
نوموړي وويل، د لومړي پرواز لپاره ټکټونه هم پيل شوي دي. دا چې دغه پروازونه به د افغانستان او پاکستان تر منځ د خلکو لپاره له اسانتيا پرته نورې څه ګټې ولري، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر اکرم شاه خان يې په اړه وايي:
"د افغانستان او پاکستان ولس يو بل ته ډېرې اړتياوې لري او بيا کوټه او کندهار خو يوه سيمه، يو خلک دي، خو زموږ د پاکستان له خوا له افغانستان سره داسې رويه ساتل سوې چې ګواکې د دې دواړو هېوادونو ولسونه يو د بل مخالف دي خو داسې نه ده، دا ولسونه يو بل ته تجارتي، تعليمي، روغتيايي او نورې هر ډول اړتياوې لري، نو د دې پرازونو به پر دغو ولسونو ډېر مثبت اغېز وي."
په کوټه کې افغان تجاران وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ پر پوله باندې له ډېرو ستونځو سره مخامخ وو، خو اوس چې د کوټې او کندهار تر منځ پروازونه پيلېږي، دا به د دوى پر تجارت هم مثبت اغېز ولري. په کوټه کې مېشت يو افغان تجار محمدنعيم افغان وايي:
"زه ډېر ورته خوشبينه يم، ځکه چې پر پوله باندې ډېره سختي کېږي، تجاران ځورول کېږي، دوى په ډېرو ستونځو دې خواته را اوړي، دغه پروازونه چې کوټې او کراچۍ ته را ايله سي، دا د تجارانو لپاره ډېر مثبت تمامېدلاى سي او د دوى د سفر اسانتياوې نورې ورسره زياتېږي."
د يوې اندازې له مخې چمن سيمې ته نيژدې د وېش پر پوله هره ورځ تر شلو زرو زيات کسان يوې بلې خواته اوړي او ډېر افغانان اوس هم د درملنې او ډېرو نورو کارونو لپاره کوټې ته راځي، چې وايي د لارې په اوږدو کې پر امنيتي پوستو باندې ورڅخه زرګونه روپۍ اخيستل کېږي او کله- کله ورباندې غله پېښېږي. د چمن يو اوسېدونکى عنايت الله دې پروازونو ته خوشاله دى:
"دا اسانتيا چې دې خلکو ته ورکړل سي مثبت کار دى، نه يواځې خلک پر لارې د دولتي چارواکېو له خوا ځورول کېږي، بلکې پر لارې له نورو ستونځو سره مخامخ دي."
دا چې د کوټې او کندهار تر منځ هوايي پروازونه به د هغو افغانانو لپاره څومره هوسايي پيدا کړي، چې خپل افغانان کوټې ته راوړي، يو افغان ولي خان چې خپل ناروغ يې کوټې ته راوړى وايي:
"موږ چې پر لارې راځو عسکر لس پينځلس زره روپۍ راڅخه اخلي نو دا ګټه ده چې په طياره کې راسو لاړ سو، کله کله عاجل ناروغ راوړو نو دا پروازونه به ډېره ګټه ولري."
د يادونې وړ ده چې د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال د پاکستان او افغانستان تر منځ له پېښوره تر جلال اباده او له کوټې تر کندهار د بسونو د تګ راتګ تړون شوى وو او ټاکل شوې وه چې له کوټې تر کندهاره به د اورګاډي پټلۍ هم وغزول شي، خو د پروېز مشرف تر واکمنۍ وروسته په اوسني حکومت کې د دې تړون د عملي کولو لپاره ګامونه پورته نه شول.
بارکوال مياخېل- کوټه