د افغانستان د عدلي طب مسوولین وایي، په تیرو یوولسو کلونو کې نړېوالې ټولنې دوي سره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.
د عدلي طب د خدماتو ریاست مسوول غلام فاروق مجیدي وایي، د جرایمو د پیژندلو په برخه کې یې ډیر کار کړی، خو په وینا یې هیڅ ډول پرمخ تللي وسایل نه لري.
سره له دې، چې د عدلي طب ریاست د جرایمو د څیړلو لپاره کار کوي، خو د دې ریاست مسوولین وایي، چې د جرایمو د څیړلو لپاره پرمخ تللي وسایل نه لري.
دوی وایي، نه یواځې دا چې پرمخ تللي وسایل نه لري، بلکې په دې برخه کې روزل شوي ډاکټران هم نه لري.
د عدلي طب د خدماتو ریاست مسوول غلام فاروق مسجدي د سې شنبې په ورځ د عدلي طب د قوانینو د ورپیژندلو په هکله په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې باید نړېواله ټولنه دوي سره په دې برخه کې مرسته وکړي:
"عدلي طب تر اوسه نه کوم بهرني هیواد او نه هم کومې بلې ادارې په رسمیت پیژندلی، تر اوسه زموږ ډاکټرانو ته چا بورسونه نه دي ورکړي، زموږ ترینران له هېواده بهر نه دي روزل شوي او نه هم کوم بهرنی سلاکار لرو.
هر څه چې موږ لرو هغه یواځې زموږ د خپل هېواد دي، موږ پدې برخه کې د ډاکټرانو له کمي سره مخامخ یو، په ټول افغانستان کې یواځې درې ډاکټران لرو.
عدلي طب معیوب ساتل شوی او مونږ دیته اړتیا لرو چې ډیره مرسته راسره وشي."
د عدلي طب د خدماتو ریاست پیښې له عدلي او قضایي پلوه څیړي او بیا یې نتیجه عدلي او قضایي ارګانونو ته د رسمي مکتوبونو له لارې لیږي.
د عدلي طب ډاکټران وایي سره له دې چې پرمخ تللي وسایل نلري خو بیا هم هڅه کوي چې په وخت او سم معلومات وړاندې کړي.
د عدلي طب یوه متخصصه ډاکټره ترینا یادګاري وایي چې د جرایمو د څیړلو په برخه کې د ډي ان اې معاینې په برخه کې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخامخ کیږي:
"له موږ نه د یوې جلې په هکله پوښتنه کیږي، چې ایا دغه جنسي تیری په دې جلې همدې سړي کړی چې نیول شوی دی، ایا هغه سپرم په همدې سړي پورې تړلي دي؟
خو موږ ځواب نشو ورکولی ځکه چې د دې کار ثابتول یواځې د ډي ان اې په واسطه کیدای شي، خو تر اوسه موږ په خپل ریاست کې د ډي ان اې معاینات نه لرو."
هغه وایي، سره له دې چې امکانات نه لري مګر بیا هم د خلکو قضیې ورته حل کوي او په وینا یې دا مهال دوی پنځه سوه ډول زهر تشخیص کولی شي.
د رپوټونو له مخې دا مهال یو شمیر افغان میرمنې د ډي ان اې معاینې پر مهال له ګڼ شمیر ستونزو سره مخامخ دي چې د حل کولو لپاره یې عدلي طب ته اړتیا پیدا کیږي.
هڅه مو وکړه چې د عامې روغتیا نظر هم واخلو خو له ډیرو هڅو سره سره بیا هم بریالي نه شوو.
د عدلي طب د خدماتو ریاست په وینا د روان کال له پیله یې تر اوسه یو زرو پنځه سوه حیاتي او شاوخوا پنځه سوه د مړینې قضیې څیړلې دي.
راپور: جمیله ظریف