د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د تکړه شاعر او لیکوال "شرر صافي" درملنه په پاکستان کې ناشونې ده


په داسې حال کې چې دپښتو ژبې د وتلي شاعر، لیکوال او ژورنالیست شرر صافي روغتیايي وضعیت په ناوړه حالات کې دی؛ کورنۍ یې له افغان حکومت څخه غواړي، چې د ده په درملنه کې مرسته وکړي.


شرر ساپی له څلورو اونيو راهيسې د پاکستان په یو روغتون کې د سوځیدلو له امله په ناوړه روغتیایي حالت کې پروت دی او ډاکټران وایي، چې په پاکستان کې یې هم درملنه ناشونې ده.

د هغه ورور پر ولسمشر کرزي غږ وکړ، چې د شررصافي د درملنې لپاره دې بېړنۍ مرسته وکړي.

د ښاغلي صافي ورور نور محمد صافي د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې صافي جدی پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، چې هرڅومره چې ژر کېدای شي، ټول افغانان دې د هغه د ژوند په ژغورنه کې برخه واخلي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د شرر صافي کورنۍ اوس مهال دومره اقتصادي توان نه لري، چې د ده د درملنې او یا هم کوم بل هیواد ته د ده د انتقال لګښت پوره کړا شي.

د ولسمشر فرهنګي سلا کار زلمی هېواد مل وايي؛ چې د شررصافي له سوځېدو وروسته یې ورسره یو لک افغانۍ مرسته کړې.

هغه زیاته کړه، حکومت تیار دی، چې هرډول مرسته چې یې له وسه کیږي ورسره وکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال غلام نبي فراهي د هغه په ټپي کېدو ژوره انېدښنه وښودله او ویې ویل، چې سر له اوسه به په اسلام اباد کې د افغان سفارت مطبوعاتي اتشې ته سپارښتنه وکړي؛ چې د هغه پوښتنې ته ولاړشي.

هغه زیاته کړه، په هرممکنه لارو چارو به غور ورکړي، ترڅو د شرر صافي ژوند وژغورل شي.

یوشمېر افغان فرهنګیانو په کم شمېر کې پیسې ټولې کړې؛ ترڅو شرر صافي د درملنې لپاره هندوستان ته ولیږي.

خو د کورنۍ غړي وايي، چې په پاکستان کې ورته ډاکټرانو ویلي؛ چې باید د ښې او دومداره درملنې لپاره اروپا ته یې یوسي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG