وروسته له هغې چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطیني ادارې موقف لوړ شو، د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د یکشنبې په ورځ په بریالیتوب لویدیځې غاړې ته ستون شوی دی.
د نومبر په دیرشمه نیټه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په اکثریت مثبتو رایو سره په دې سازمان کې فلسطین د څارونکي په توګه ومانه.
محمود عباس د یکشنبې په ورځ له نیویارک څخه رام الله ته د رسیدو وروسته خپلو راټولو شو زرګونو ملاتړو ته چې بیرغونه رپول وویل، هو اوس موږ دولت لرو:
"تاسو ټولو زړورو فلسطینیانو ته دې مبارک وي، تاسو په یوازې ځان دا لاس ته راوړنه لرئ او په یوازې ځان مو دا بریالیتوب تر لاسه کړی دی."
عباس ژمنه وکړه، چې اوس به پاملرنه د فلسطینیانو ترمنځ پخلاینې ته واوړي. د نوموړی اشاره د فلسطینیانو د فتح او حماس د سیاسي ډلو ترمنځ اوسني اختلاف ته وه.
تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ د اسراییلو کابینې وویل؛ چې فلسطینیانو ته به تر سلو میلونو ډالرو څخه زیاتې د مالیې پیسې او نورو عواید چې اسراییل یې د فلسطیني ادارې په استازیتوب راټولوي ونه سپاري.
د اسراییلو د مالیې وزیر یوال سټنیټز وویل؛ دا پیسې پر فلسطیني ادارې د اسرایلو د برېښنا کمپنۍ او نورو فلسطیني ادارو په پورونو کې ونیسي.
د اسراییلو کابینې همدارنګه اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو پریکړه به د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د راتلونکیو خبرواترو لپاره د یو بنسټ په توګه نه وي.
د کابینې په غونډه کې د خبرو پر مهال د اسراییلو صدراعظم بینیامین نتنیاهو صدراعظم د هغو انتقادونو په اړه هم عکس العمل وښود؛ چې د یهودي میشت ځایونو د پراختیا لپاره د اسرایلو پر پلان کیږي:
"موږ نن یهودي میشت ځایونه جوړوو، موږ په بیت المقدس او ټولو هغو سیمو کې چې د اسراییلو د دولت د ستراتیژیکو ګټو په نقشه کې و دې ودانیو ته دوام ورکړو."
د جمعې په ورځ اسراییلو اعلان وکړ، چې دوی به په ختیځ بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې درې زره نور یهودي میشت ځایونه اباد کړي.
فلسطینیان غواړي، چې د دوی راتلونکې دولت کې دې لودیځه غاړه شامله وي او ختیځ بیت المقدس دې د دوی پایتخت وي.
د یادونې وړ ده، چې افغان ولسمشر حامد کرزي هم په یو لیک کې چې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته یې استولی؛ په کې یې په ملګرو ملتونو کې د څارونکي په توګه د فلسطیني ادارې په منل کیدو خوښي ښودلې ده او نوموړې ته یې مبارکي ویلي.