د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم جټ الوتکو پرون د مخالفانو تر کنټرول لاندې سيمو حمله وکړه.
په دې هېواد کې انټرنټي خدمات تر دوه ورځنۍ پرچاوۍ وروسته بېرته عادي شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډله چې د رژيم په مخالفانو پورې تړلې ده وايي، جنګي الوتکو د دمشق شا و خوا سيمې بمباري کړي، خو د رژيم مخالفان لا هم د پلازمېنې دمشق شمال ختيځ او جنوب لوېديځې سيمې په خپل کنټرول کې لري.
څارونکي وايي د اسد د رژيم پوځ هڅه کوي د دمش شا و خوا سيمې د مخالفانو له کنټرول څخه وباسي. راپورونه څرګندوي له پنج شنبې راهيسې د حکومتي ځواکونو او مخالفانو ترمنځ د دمشق په ختيځ عقربه او بابيلا سيمو کې چې هوايي ډګر ته څېرمه پرتې دي، جګړې روانې دي، ځکه نو د مصر او اماراتو د هوايي شرکتونو الوتنې وځنډېدې.
خو د سوريې دولتي ټلويزيون وويل چې نړيوال هوايي ډګر پرانيستى دى او ډګر ته غزېدلى سړک هم خوندي دى، دا په داسې حال کې ده چې مخالفان وايي نښتې روانې دي.
د رويټرز اژانس په حواله، د سوريې انټرنټي خدمات تر دوه ورځني ځنډ وروسته بېرته عادي شول. دا د سوريې په شل مياشتني کړکېچ کې د مخابراتو تر ټولو لويه ستونزه بلل شوې ده.
فعالان وايي په حمص، ديرالزور، ادلب او حلب کې شخړې او هوايي حملې لا هم روانې دي، چې ١٤ تنه مخالفان په خناسير ښارګوټي کې وژل شوي دي.
فعالان او د بشري حقونو د څار ډله وايي د سوريې په روان کړکېچ کې شا و خوا ٤٠ زره کسان وژل شوي دي.