د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د بهرنيو چارو وزير د سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي


ښاغلى رسول
ښاغلى رسول
ټاکل شوې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمې رسول د جمعې په ورځ د یو پلاوي په مشر پاکستان ته سفر وکړي.

دا سفر وروسته له هغې کیږي، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر اسلام اباد ته په سفر کې د سولې د بهیر په اړه له پاکستاني چارواکو سره ځینې موافقې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، چې ډاکټر زلمى رسول به په دې سفرکې پاکستاني چارواکو ته د سولې د بهیر، د راکټي حملو د بندولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د شتو ستونزو د هواري په برخه کې نوې غوښتنې وړاندې کړي.

ډاکټر زلمې رسول د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې په بلنه د یوې ورځې لپاره اسلام اباد ته ځي او پدې سفر کې د سولې د عالي شورا مرستیال عطاء الله لودین ورسره ملګرتیا کوي.

د افغان حکومت ځینې سرچینې وایی، چې ډاکټر رسول به د ملا برادر په ګډون د نورو طالب بندیانو د خوشې کولو او دریم هیواد ته دوی ته د تګ د اسانتیا د برابرولو غوښتنه وکړي.

ډاکټر رسول به دا غوښتنې پداسې حال کې وکړي، چې تر دې مخکې د سولې د عالي شورا له مشر صلاح الدین رباني سره په اسلام اباد کې د شوې موافقې له مخېپاکستان د منځنۍ کچې یو شمیر طالبان خوشې کړي.

خو افغان سیاسي کتونکي د طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د اسلام اباد دریځ ته د شک په سترګه ګوري او وایی، کوم طالب بندیان، چې تر دې مهاله خوشې شوي د سولې په بهیر کې کوم رول نشي لوبولې.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل، چې اسلام اباد به د افغانستان د سولې په نوې راپیل شوې هڅې کې نوره مرسته وکړي.

میرمن کهر دا هم وویل، چې په پاکستان کې نن سبا تر بلې هرې خبرې کابل ډير یادیږي، ځکه چې د افغانستان بې امني ښایي په پاکستان کې هم خپره شي او پاکستاني طالبان دې ته وهڅول شي چې ګډوډۍ پراخې کړي:

موږ له افغانستان سره خپلو اړیکو ته اوس په ډيره درنه سترګه ګورو. ما دا خبره د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه بیا بیا کړې ده. زموږ صدراعظم دا خبره کړې ده، ولسمشر دا خبره کړې ده چې په پاکستان کې په خبرو کې د بل هر مرکز په پرتله د کابل اهمیت ډير څرګندیږي

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمې رسول اسلام اباد ته دا سفر پداسې حال کې کوي، چې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني اوس مهال په امریکا کې دى او د سولې د روانو هلو ځلو په اړه خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG