د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

ښځې له کورني زورزياتي څخه د ژغورنې لپاره محاکمو ته نه ځي


په افغانستان کې ښځې ولې زیاتې ښځې د کورني تشدد څخه د نجات په خاطر محاکمو ته نه ځي ؟

څرنګه کیدلای شي، چې ښځې د ځان وژلوپر ځاي، محکمې ته د تګ لپاره وهڅول شي؟

لکه صابره ، چې د کابل ښار په څو کلیومترۍ کې ، د شکردرې اوسیدونکي ده .

دا د هغو ګڼ شمیر میرمنو له جملې ده ، چې د ځان وژلو ناکامه هڅه یې کړې ده .

دې ازادي راډيو ته وویل:

شپږکاله کیږي ، چې واده شوې یم. له هغې اولې ورځې یې زما په وهلو او ټکولو پيل وکړ. د کورنیو د ټولو غړو ظلم راباندې وو. د ملتین خوړلو ته مجبوره شوم، چې ځان ووژنم”

شیما د کابل ښار اوسیدونکي ده او د ژوند کیسه یې صابرې ته ورته ده ، خو دا یې خاوند یې غوښتل ، چې هغه ووژني:

“تیل یې راباندې واچول او بیا یې زما د کمیسه لمنې ته یې اور واچاوه . د بدن یوه خوا مې ټوله سوځيدلې ده . اوس یې روغتون ته راوستې یم . دلته مې دوې میاشتې درملنه کیده ، اوس یوڅه ښه یم”

د کابل ښار ډاکټر، طاهر جان خلیلي واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي، چې هره میاشت لس هاوو داسې ښځې ورته راځي ، چې د ځان وژلو ناکامه هڅي کوي.

په وروستیو کلونو کې نړیوالې ټولنې لسهاوو زره ډالر په افغانستان کې، د محاکمو په اصلاح او د یوه معتبر قضايي سیسټم په رامنځته کولو مصرف کړي دي.

خو واشنګټن پوست لیکي، د ډيرو ښځو لپاره د محاکمو د پيچلي سیسټم او ناوړه دودونو ته د تسلیمېدو ترمنځ، د یوه انتخاب کول ګران دی.

له دې امله ، رپوټونه وايي، چې د هغو ښځو شمیر ، چې د ځان وژلو ته مخه کوي تر هغو ډير دی، چې محاکمو ته ورځي .

افغان دولت او د بشري حقونو مدافع ډلې وايي، چې د کورني تشدد په پایله کې د ښځو قتلونه، وهل ، له کوره ایستل او د تشدد ورته نورې پيښې د نورو کلونو په پرتله ډيرې شوې.

د ښځو په وړاندې زورزياتى زيات شوى:

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د حقوقو رئیسه قاضي فوزیه تاییدوي، چې تر بل هر وخت سږکال د ښځو پر حقونو د تیري پيښې زیاتې ثبت شوې .

قاضي فوزیه دا خبر هم تاییدوي ، چې زیاتې ښځې د ناوړه دودونو په خاطر په محکمه کې د خپل حق غوښتنه نه شي کولای.

خو وايي د هغو ښځو د شمیر زیاتولو لپاره کار روان دی، چې محاکمو ته ورشي.

دې نن ازادي راډيو ته وویل:

موږ په وروستیو کلونو کې په عدلي او قضايي برخه کې ښه بدلونونه درلودل، په ځانګړي ډول د خشونت د له منځه وړلو څارنوالي لرو. د ښځو په وړاندې د تشدد مخنیوي د قانون پر اساس تورن کسان محاکمه شوي اوحتی د اعدام تر حده رسیدلي دي. اوس موږ یوه مشخصه څارنوالي لرو، چې پدې برخه کې کار کوي”

قاضي فوزیه ټينګار کوي، چې د پخوا په پرتله اوس هم زیاتې ښځې محاکمو ته مراجعه کوي.

دا وايي د زیاتو ښځو د ورتګ یو دلیل د انساني او بشري حقونو په اړه د ښځو د پوهاوي د کچې لوړیدل دي.

دوي هڅه کوي، چې ښځې پر خپلو حقونو د پوهیدلوترڅنګ باور پيدا کړي ، چې په قانوني محاکمو کې حق ورکول کیږي.

دې وویل:

هغه موارد ، چې په قانون کې د ښځو لپاره ذکر شوي دي، ښځو ته ورکول کیږي. سره له دې، چې پروسه یې زیات وخت نیسي، خو د وروستۍ پریکړه د ښځو په ګټه کیږي. دا د خوشبینۍ خبره ده”

خو د قاضي فوزیې له دې خوشبینۍ سره هم، واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي په کابل کې د کورنیو مسایلو محکمې ته د یوه کال په ترڅ کې یوازې درې سوه ښځو دوسیې ورځي .

دا محکمه په ۲۰۰۳ کال کې جوړه شوې او د طالبانو د رژیم په پرتله، د ښځو د حقونو په برخه کې یو عمده پرمختګ بلل کیږي.

په دې محکمه کې ښځې د بیلا بیلو ستونزو په خاطر د طلاق غوښتنه کوي.

په دوی کې حتی داسې ښځې هم شته ، چې د خپلو نارینه وو له خوا فحاشۍ ته مجبورې شوې.

واشنګټن پوست د محمد په نوم د یوه سړي خبرې رااخیستي، چې وايي ، خپلې لوري ته یې د خلکو د شرم په خاطر محکمې ته د تګ اجازه نه ورکوله .

محمد ویلي:

دا خبره [طلاق] په موږ کې ډير شرم دی، زموږ په کورنۍ کې څوک نه دی طلاق شوی”

د واشنګټن پوست په لیکنه ، حتی که یوه ښځه د طلاق لپاره محکمې ته لاړه شي، د دې ضمانت نشته ، چې طلاق ترلاسه کیدلای شي.

ورځپاڼه لیکي، چې د کابل کورنۍ محکمه د نړیوالو مرسته کوونکو په ملاتړ جوړه شوې او په ډير جدیت د شرعي قوانینو پر اساس چلییږي.

په کابل کې د کورنۍ محکمې مشرې رحیمه ریسي واشنګټن پوست ته ویلي:

دا محکمه داسې ځاي دی، چې یوه ښځه د طلاق او یا د خپلو ماشومانو د سرپرستې د حق ترلاسه کولو دعوا کولا شي.

خو د میرمن رئیسي په وینا، پدې مواردو کې باید یوه ښځه پنځه نارینه شاهدان ولري، دفاع یې وشي او یا د خاوند موافقه ترلاسه کړي.

د ښځو چارو د وزارت د حقوقو رئیسه قاضي فوزیه دا خبرې مني، چې ښځې د ناوړه دودونو او د قانوني پروسې د پېچلتیا په خاطر د ځان وژل غوره کوي او محاکمو ته کمې ورځي .

خو دا ټينګار کوي، چې د ښځو د حقوقي پوهې د اندازې د لوړولو لپاره ډير کار شوی.

دا وايي، زیات حقوقي مرکزونه جوړ شوي ، چې ښځو ته جرائت ورکولای شي ، چې محاکمو ته لاړې شي.

د دې په وینا ، افغانستان د زاړه حالته نوي ته د انتقال په مرحله کې دی.

قاضي فوزیې وايي:

د ګذر پدې مرحله کې موږ متاسفانه ډيرې ناوړه پيښې هم لرو. د ښځو په وړاندې ډير تند چلند کیږي. متاسفانه د ښځو د قتلونو پیښې ډير زیاتې شوې دي. تر 50 ډير موارد د قتل را سره ثبت شوي دي. خو دا مرحله د تیریدو په حال کې ده او که یو وار تیره شوه ، بیا نه تکراریدلای”

د ښځو چارو وزارت د حقوقو رئیسې وویل، په افغانستان کې اوس مهال د ښځو په وړاندې د تشدد اندازه د اندیښنې وړ ده خو د بنیادي بدلونو د رامنځته کیدول لپاره کار روان دی او دا خوشبینه ده .

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون په وروستیو کې اعلان وکړ، چې د روان کال د پيل په اوو میاشتو د ښځو په وړاندې د تشدد څه نا څه څلور زره پيښې ورسره ثبت شوې دي.
XS
SM
MD
LG