د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۹

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو پر وړاندې ننګونې او ستونزې؟


د افغانستان دعامې روغتیا وزارت په کوربتوب دګوزڼ یا پولیو پر وړاندې د مبارزې دوهمه تخنیکي او مشورتي غونډه دسې شنبې په ورځ په کابل کې پرانستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې روانه نا امنۍ، د پولیو پروړاندې د بیلابیلو اړخونو د ژمنو نا عملي کېدل، مهاجرتونه او له پولیوسره په مبارزه کې کمزورې مدیریت هغه ستونزې بولي؛ چې له امله یې له ۱۲ کالو وروسته هم په افغانستان کې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیالې "ناجیې طارق" وویل، چې په دې غونډو کې د عامې ورغتیا وزارت له خپلو شریکانو سره د پولیو دله منځه وړلو په لارو چارو په دې برخه کې په پرتوستونزو بحثونه کوي او د حل لارې چارې ورته لټوي

"د پولیو د پلان په پلي کېدو کې د ناامنۍ ستونزې، کمزوری مدیریت او په بشپړه توګه د ژمنو نه عملي کېدل زیات رول لري؛ په ناامنه سیمو کې د ستونزو له امله موږ ونه شو کړای د پولیو پروګرام پلی کړو."

افغانستان په نړۍ کې په هغو دریو هېوادونو کې راځي؛ چې هرکال په کې د پولیو زیاتې پېښې په کې ثبت کیږي.

چارواکي وايي، چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو اووه ویشت پیښې ثبت شوي، حال دا، چې تیر کال د دې پیښو شمیر اتیا وو.

د چارواکو په وینا د پولیو زیاتې پیښې له پاکستان سره په پوله پرتو ولایتونو خوست؛ کونړ، پکتیا، هلمند، نمیروز او کندهار کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیالې وویل؛ چې هغه وخت به په دواړو هېوادونو کې په بشپړه توګه پولیو له منځه یوړل شي؛ چې دواړه هېوادونه او نړیوالې مرستندویې ادارې په دې برخه کې په ریښتني توګه ګامونه واخلي.

ډاکټر ناجیې طارق وویل، چې افغان حکومت ژمن دې چې پولیو له منځه یوسي.

"د افغانستان او پاکستان پر پوله ارقام یو ډول دي، کوم تفاوت سره نه لري، ترټولو لویه ستونزه په پوله د مهاجرتونو ده؛ چې د پولیو پېښې رامنځ ته کوي."

د روغتیا نړیواله اسمبلۍ د روان کال په جوزا میاشت کې په ژینو کې جوړه شوه؛ پر پاکستان، افغانستان او نایجریا غږ وکړ، وړاندې له دې چې نړۍ د پولیو له ویروس څخه پاکه اعلانه شي؛ باید په خپلو هېوادونو کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره بیړنۍ هڅې وکړي.
دګوزڼ یا پولیو پر وړاندې د مبارزې دوهمه تخنیکي او مشورتي غونډه
دګوزڼ یا پولیو پر وړاندې د مبارزې دوهمه تخنیکي او مشورتي غونډه

په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي؛ دي ځینو هېوادونو له افغانستان، پاکستان او نایجریا څخه په هغو ورتلونکو ماشومانو بندیزونه لګولي؛ چې له پيژندل شوي روغتیايي مرکز څخه د پولیو کره سند ونه لري.

خو افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تېرو څو کلونوکې دعامې روغتیا وزارت له نړیوالو مرستندویو موسساتو سره په ګډه هڅې کوي ترڅو په افغانستان کې پولیو له منځه یوسي.

چارواکي نا امنۍ، مهاجرتونه، کمزوۍ مدیریت د نړیوالو او بېلابیلو اړخو له خوا په دې برخه کې د ژمنو نه عملي کېدل هغه ستونزې دي؛ چې دوی یې په ګوته کوي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG