د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۳

لويه څارنوالي: د طالبانو بريدونه زموږ تصاميم نه اغېزمنوي


لويه څارنوالي وايي زيات کسان اوس هم پر ځان د اعدام د حکم عملي کېدو ته انتظار باسي.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي د شنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، د دغو کسانو دوسيې په تېرو کلونو کې څېړل شوې دي.

ښاغلى عزيزي وايي، د مجرمانو د دوسيو د څېړلو پر مهال د طالبانو له خوا د غچ اخيستنې بريدونه د دوى پر تصاميمو کوم اغېز نه کوي:

”د لويې څارنوالۍ، عدلي او قضايي ادارو تصاميم داسې دي، که چېرې جرم شوى وي، شواهد او مدارک موجود وي، مجرم بايد مجازات شي. دا د طالبانو له هغې ادعا سره توپير لري. چا چې جرم کړى وي، لويه څارنوالي ورڅخه تحقيقات کوي، که شواهد او مدارک وو او جرم يې تثبيت شوى وي، دا قضيه د افغانستان محاکمو ته لېږل کېږي”

د لويې څارنوالۍ وياند وويل، په اعدام د لسګونو محکومو شويو کسانو ليست ولسمشر کرزي ته لېږل شوى، چې دى د اعدام حکم صادر کړي.

له بصير عزيزي څخه پوښتنه وشوه، چې د دغو کسانو شمېر څو ته رسېږي؟

”سم ارقام له موږ سره نه شته، چې څو کسان دي، خو شمېر يې زيات دى، چې په تېرو کلونو کې يې دوسيې څېړل شوې دي”

ولسمشر کرزي په وروستيو کې د ١٦ کسانو د اعدام حکم صادر کړ. ١٤ تنه تېره اوونۍ اعدام شول.

افغان چارواکي وايي اعدام شويو کسانو په وژنو، انسان تښتونه، جنسي تېري، ځانمرګو بريدونو او يا هم پر افغان بهرنيو سرتېرو په حملو کې لاس درلود.

طالبانو ادعا کړې چې په دې ډله کې د دوى څلور ملګري هم شامل وو.

د اعدام تر حکم وروسته، د جمعې په ورځ په ميدان وردګ کې يو ځان وژونکى بريد وشو، چې درې تنه يې ووژل او شا و خوا ٩٠ تنه نور يې ټپيان کړل.

طالبانو وويل چې دوى دغه حمله د خپلو ملګرو د اعدامېدو په غچ کې کړې ده.

د ولسي جرګې ځينې استازي هم په افغانستان کې د اعدامونو ملاتړ کوي او وايي که چېرې دغه بهير په ټپه ودرېږي طالبان به بيا هم د تېر په څېر ځان وژونکي بريدونه وکړي. حاجي محمد عبدو يو له دغو وکيلانو دى:

”وسلوالو مخالفانو اعلان کړى، چې موږ د اعدام په غچ کې حملې کوو، زه فکر کوم لس- يوولس کاله کېږي چې د دوى حملې روانې دي. د لوى اختر په ورځ په ميمنه کې خلک د اختر لمانځه ته تللي وو، چې [وسلوالو طالبانو] هلته ځان وژونکى بريد وکړ، حال دا چې هغه وخت د دولت له خوا کوم اعدام هم نه و شوى”

راپورونه وايي چې په افغانستان کې دا مهال ٢٧٠ تنه په اعدام محکوم شوي دي. د افغانستان د قوانينو له مخې ولسمشر بايد د دغو کسانو د اعدام حکم صادر کړي.

وروستيو اعدامونو انتقادونه هم پارولي دي. اروپايي ټولنې، د بخښنې نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان او ځينو نورو ادارو له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چې د دغو اعدامونو مخه ونيسي.
XS
SM
MD
LG