د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۴

کابل: د عاشورا ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه


سږ کال په کابل کې د عاشورا یا د حضرت حسین (رض) د شهادت د ورځې مراسم تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې، چې د کابل ښار په بیلابیلو جوماتونو او تکیه خانو کې ترسره شول؛ د حضرت حسین (رض) د شخصیت او د یزید په خلاف د هغه د پاڅون په بیلابیلو اړخونو خبرې وشوې.

د مراسم ګډونوالو د حضرت حسین (رض) او یارانو په حق کې دعاګانې وکړې.

د عاشورا په هغو مراسمو کې، چې د کابل په لویدیڅ کې د خاتم النبیین په مدرسه کې جوړ شوي وو؛ د یو شمیر دیني عالمانو ترڅنګ د ملي شورا او د کابینې یو شمیر غړو هم ګډون کړی و.

یو وینا وال حجت السلام فیاض په خپلو خبرو کی وویل، چی د حضرت حسین (رض) کړنو ته په پام سره په هیواد کې د موجوده ستونزو د حل یوازنۍ لار د افغانانو یووالی دی.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي؛ چې ښاغلي کرزي هم د کابل ښار په یوه تکیه خانه کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ؛ خو رسنیو ته د ولسمشر کرزي د ګډون په اړه څه نه وو ویل شوي.

د اعلامیې له مخې ښاغلي کرزي د دغو مراسمو پر مهال یو شمېر ماشومان ونازول او په هیواد کې یې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره دعا وکړه.

د عاشورا په مراسمو د حملو د مخنیوي لپاره په کابل ښار کې ځانګړي امنتي تدابیر نیول شوي وو او د نورو ورځو په پرتله د ښار په واټونو د پولیسو شمیر زیات و.

ډیرو هغو سیمو ته تلونکې لارې، چې په کې دا مراسم ترسره کیدل بند کړای شوي وو او موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیدله.

له بلې خوا د اخوات اسلامي شورا ریس مولوی حبیب الله حسام وایي، په اسلامي نظام کې د ځینو نویو مسایلو راپورته کیدل د دې سبب شوي، چې اسلامي هیوادونه کمزوري شي.

د مولوی حسام په باور، چې امام حسین (رض) څو سوه کاله مخکې هم ورسره مخالف و.

تیر کال د عاشورا په مراسمو کې د ابوالفضل د زیارت دروازې ته څیرمه د مراد خانیو په سیمه کې یوه ځان وژونکې حمله وشوه؛ چې په کې پنځوس کسه مړه او له سلو زیات ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG