د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۴

د اروپايي ټولنې سرمشریزه له کومې نتیجې پرته پای ته ورسېده


د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړيو هيوادونو مشران پرون ونه توانېدل چې د بودجې پر سر په خپل منځ کې اختلاف حل کړي.

د اروپايي اتحاديې مشرانو غوښتل چې له ۲۰۱۴ وروسته د شپږو کلونو لپاره پر يو تريليون يورو بودجې سلا وکړي.


د اروپايي اتحاديې سرمشريزه، چې د دې ټولنې د راتلونکو اوو کلونو پر بودجې د سلا کېدو لپاره بلل شوې وه، کومې موافقې ته له رسېدو پرته پاي ته ورسېده.

د اروپايي شورا مشرې "هيرمان وان رامپوې" وويل، موافقې ته تر رسېدو مخکې په کار ده چې ډېر کار وشي. خو دې په عين حال کې وويل، ډاډه ده چې د راتلونکي کال په لومړيو کې به موافقه وشي.

د اروپايي اتحاديې دوه ورځنۍ غړنډه پرون (جمعه) په بروکسل کې وروسته له دې پای ته ورسېده چې د دې ټولنې د ۲۷ غړيو هيوادونو مشران ونه توانېدل چې له ۲۰۱۴ تر ۲۰۲۰ کال پوري د وړانديز شوې بودجې پر سر اختلاف حل کړي.

د دې مودې لپاره يو تريليون يورو بودجه وړانديز شوې وه.

د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل د سرمشريزې په پای کې يوې خبري غونډې ته وويل؛ چې د موافقې امکانات موجود ول.

"زموږ دوه اړخيزې ارزونې او دغه راز تر غرمې پوري زموږ خبرو وښودله چې د موافقې امکان شته؛ نو فکر کوو، چې ممکن د راتلونکي کال تر لومړيو پوري يوې موافقې ته سره ورسېږو."

د بريتانيا صدراعظم ډېوېډ‌ کامرون په جلا خبري غونډه کې د لګښتونو پر کمېدو ټينګار وکاوه:

"زموږ خبرې ښې وې. فکر کوم، د يو بل پر مسلو اودريځونو ډېر ښه پوهېږو خو که رښتيا وايم د اروپايي شورا د رييسې له لوري معامله په کافي اندازه ښه نه وه. نه د بريتانيا لپاره ښه وه او نه د جرمني، سويډن، هالنډ، فنلنډ او ډنمارک په شمول د نورو غړيو لپاره.»

د اروپايي اتحاديې په ۲۷ غړيو هيوادونو کې هر غړي د بودجې د ويټو کولو حق لري.
XS
SM
MD
LG