د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۸

اروپايي هېوادونه پر خپله بودجه بحثونه کوي


د اروپايي هېوادونو مشران
د اروپايي هېوادونو مشران
د اروپايي هېوادونو مشران پر دې خبره کوي چې له ٢٠١٤ څخه تر ١٠٢٠ م کلونو پورې د اوو کلونو په مخه د اروپايي ټولنې بودجه څومره وي او پر کومو پروژو کې ولګول شي.

چارواکي وايي پر ځينو مسايلو د اختلافاتو له کبله ښايي خبرې نتيجه ورنه کړي.

د ازادۍ راډيو د خبر مرکزي څانګه راپور لري، صالح محمد صالح يې اوروي


د اروپايي ټولنې صدراعظمان د بلجيم په مرکز بروکسل کې راغونډ شول، څو پر دې خبرې وکړي چې له ٢٠١٤م څخه تر ٢٠٢٠م کلونو پورې د اووه کلنې بودجې اندازه څومره وي او څنګه مصرف شي.

د اروپايي بودجې کميسيون تر يوه ټرليون يورو د زياتې بودجې پېشنهاد کړى، چې ٨٥ فيصده به يې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو، عمدتاً د ناخالصو عوايدو پر اساس له حق العضويت څخه برابرېږي.

د دې بودجې څلور يا پنځمه برخه به د اروپايي ټولنې د ګډې کرنيزې پاليسۍ او په نېستمنو هېوادونو کې د پروژو د تمويل لپاره د پيوستون د سياست له لارې مصرفېږي.

د اروپايي پاليسۍ په مرکز کې د کارپوه جنيس امانويل ليدس په خبره، د دې بودجې د تفصيل په اړه مذاکرو توند بحثونه پارولي دي:

”ټوله بودجه د اروپايي ټولنې د اقتصاد يوفيصده جوړوي. خو اوس موږ د دې فيصدۍ د يوې کوچنۍ برخې لپاره مبارزه کوو. بالاخره موږ د زياتو پيسو په اړه خبرې نه کوو. دا بحثونه د دې لپاره مهم دي، چې په عين وخت کې سياسي چنه وهل کېږي. د غړو هېوادونو مشران چې کله خپلو هېوادونو ته ستنېږي، غواړي خپلو خلکو ته ووايي چې د خپلو ګټو لپاره مو زياته مبارزه وکړه او اخر وتوانېدو پر هغه څه جوړجاړى وکړو، چې زموږ هدف و“

امانويل ليدس وايي، که چېرې د کال تر پايه کوم توافق ته ونه رسېږي، په ځانګړي ډول به د اروپا په مرکز او ختيځ کې ګڼې اوږدمهالې پروژې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي.

پوښتنه دا ده چې د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې څوک څه غواړي؟

د بودجې پلويان پر دوو ډلو وېشل شوي:

يوه ډله د پيوستون دوستان يادېږي، هغه هېوادونه په کې شامل دي چې غواړي د حق العضويت له کبله له بودجې زياتې پيسې ترلاسه کړي. دوى غواړي د لګښتونو اوسنۍ کچه يې خوندي يا هم زياته شي.

بله ډله د ښه لګښت پلويان ګڼل کېږي، چې د اروپايي ټولنې بودجې ته زياتې پيسې ورکوي، دوى د لګښتونو د کمېدو پلويان دي. خو په دې ډله کې هم دريځونه بېلابېل دي.

د ساري په توګه بريتانيا او سويډن غواړي له پېشنهاد شوې بودجې ٢٠٠ مليارده يورو کمه شي.

جرمني فکر کوي چې دا زياته اندازه پيسې دي. فرانسه هم د بودجې د کمېدو پلوي کوي، خو غواړي د ګډې کرنيزې پاليسۍ پيسې کمې شي.

د پيوستون د دوستانو هېوادونه لکه پولنډ، يونان او پرتګال د خپل اقتصاد د بيا احيا لپاره د فرانسې د نظر پلوي کوي او غواړي اوسنۍ بودجه يې خوندي وي.

په همدې اړه د اروپايي ټولنې د کميسيون مشر خوزي مانويل باروسو:

”تر ټولو مهمه وسيله چې د اروپا په کچه د پانګونې د ودې لپاره يې لرو، بودجه ده. اوس به وګورو ايا حکومتونه چې تل وايي وده ډېره مهمه ده، حاضر دي چې د پانګونې پر مهمو اوزارو موافقه وکړي که نه؟“

دا پوښتنه ولاړېږي چې تر دغو بحثونو وروسته به څه پېښ شي؟

زيات احتمال شته چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کوم توافق ته ونه رسېږي. ځکه زياتو هېوادونو ګواښ کړى که چېرې يې غوښتنو ته ځواب ونه ويل شي، دغه پېشنهاد به ويټو کړي.

د اروپايي شورا مشر هرمان وان رامپوې يوه مسوده وېشلې چې په هغې کې پېشنهاد شوى د اروپايي کميسيون د پېشنهادي بودجې ٧٥ مليارده يورو دې کم شي.

خو د دې پېشنهاد برخليک د بريتانيا په صدراعظم ډېوېډ کامرون پورې اړه لري، چې په خپل هېواد کې د بودجې د کسر له کبله تر سخت فشار لاندې دى.
XS
SM
MD
LG