د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۸

په وردګو کې د وژل شويو او ټپيانو شمېر تر سلو واوښت


ځانمرګی بريد نن سهار د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې امنيې قومندان ته نږدې شوی چې پکې تر اوسه يو سل او يو تن ټپي شوي او درې نور وژل شوي دي.

په وژلو شويو او ټپي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د میدان ودرک د والي وياند شاهد الله شاهد وايي؛ چې په بريد کې ټول ټال نوي تنه ټپيان شوي او درې نور وژل شوي دي.

دی وايي، په بريد کې د ميدان وردګو د زندان ګڼ شمېر بنديان او د ودان په نامه د نشه يانو د تداوي د روغتون يو شمېر کارکوونکي هم ژوبل شوي دي.

د شاهد په خبره په بريد د عامو وګړو پېنځه ويشت کورونه هم نړېدلي دي.

"انتحاري په يو مازدا موټر کې راسپور چې وو په بمونو يې بار کړی او پر سر يې خاشاک ور اچولی وو د احسايي دفتر ته نږدې يې ځان چوولی دی. په دغه بريد کې ټولټال نوي تنه ژوبل شوي او درې وژل شوي دي. په ژوبلو شويو کسانو پېنځه اويا تنه نارينه، يوولس ښځې او څلور ماشومان دي. په وژلو شويو کسانو کې يو ښځه او دوه عام وګړي دي."

خو د ميدان وردګو د ملکي روغتون رييس عصمت الله عاصم بيا وايي چې د پېښې له ځای څخه دوی ته يو سل او يو ټپيان راوړل شوي دي.

دی وايي په بريد کې دوی روغتون هم نړېدلی او ځينې ډاکټران يې ژوبل شوي دي.

"مونږ يو سل او يو نفر راجسټر کړي دي. او څلوېښت تنه مو تر لومړنۍ درملنې وروسته خارج کړي دي. په دغه بريد کې زمونږ روغتون هم ويجاړ شوی او يو شمېر ډاکټرانو ټپيان شوي دي."

د بريد مسوليت وسله وال طالبان مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي؛ چې دغه بريد يې د خپلو هغو ملګرو د غچ اخيستنې په موخه کړی چې په تېرو دريو ورځو کې کابل کې په دار ځړول شوي دي.

دی وايي، په بريد کې لسګونه بهرني او کورني سرتېري مړه او ټپيان شوي دي.

څه موده هم په ميدان وردګو کې دې ورته ځانمرګی بريد شوي وو چې پکې لسګونه تنه عام وګړي مړه او ټپيان شوي وو.

پخواني معلومات:

ځانمرګی بريد نن سهار د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې امنيه قومندانۍ ته نږدې شوې ده؛ چې تر اوسه پورې په کې نوي تنه ټپيان شوي او درې نور وژل شوي دي.

چارواکي وايي، بريد امنيه قومندانۍ ته څېرمه په هماهنګۍ کوڅه شوی دی.

د ميدان وردګو د والي د وياند شاهد الله شاهد وايي، چې تر اوسه پورې د پېښې له ځای څخه څلوېښت تنه ټپي شوي کسان د ميدان ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.

دی وايي، کېدای شي، ځينې کسان کابل ته هم د درملنې په موخه لېږدول شوي وي او کېدای شي، د پېښې د قربانيانو شمېره ډېره لوړه شي.

خو د ميدان وردګو د عالې روغتيا رييس غلام فاروق مخللص وايي؛ چې په پېښه کې تر اوسه نوي تنه ټپيان شوي دي.

دی وايي، ځينې نور کسان کابل ته هم د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

د غلام فاروق په خبره په ژوبلو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

"ټول ټال نوي نفره ټپيان شوي دي. په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دا نوي تنه يوازې هغه کسان دي، چې د ميدان ښار روغتون ته راوړل شوي دي. خو ډېرې نور کسان کابل او ځينو نورو روغتونونو ته هم وړل شوي دي. په دې بريد کې تر اوسه درې نفره شهيدان شوي دي. په ټپيانو کې پېنځه اويا تنه نارينه دي. په ټپيانو کې پېنځلس ښځې او ماشومان هم شامل دي."

د ميدان وردګو يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله وويل؛ چې په بريد کې دميدان وردګو د زندان ګڼ شمېر بنديان او د ودان په نامه د يو موسسې د روغتون کارکوونکي هم ژوبل شوي دي.

بل خوا بيا وسله وال طالبان د بريد مسوليت مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي؛ چې يو تن ملګري يې د هماهنګي پر مرکز ځانمرګی بريد کړی دی؛ چې په کې لسګونه کورني او بهرني سرتېري وژل شوي دي.

دی وايي، دغه ځانمرګی بريد د دوی د هغو ملګرو غچ اخيستل وو؛ چې په تېرو دريو ورځو کې په کابل اعدام شوي دي.

څه موده وړاندې هم په ميدان وردګو کې ورته بريد شوی و؛ چې لسګونه تنه عام وګړي په کې مړه او ټپيان شوي وو.


پخواني معلومات:

د میدان وردکو ولایت مرکز په میدان ښار کې د پوځي ځواکونو د همغږۍ مرکز ته نږدې د موټر بم برید شوی، چې ۶۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میدان وردکو ولایت مقام ویاند شهیدالله شاهد مشال راډیو ته وویل، چې نن سهار په ۸:۲۰ دقیقو د میدان وردکو ولایت په میدان شهر ښار کې د پوځي ځواکونو د همغږۍ مرکز ته نږدې د موټربم برید شوی، چې له کبله يې شاوخوا ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ده په وینا دپيښې ډیری قربانیان ملکي وګړي دي.

ښاغلی شاهد وویل، چې نوموړی مرکز د ښار په یوه داسې سیمه کې دی، چې د ولایت له محبس او د ملکي وګړو د کورونو سره نږدې دی.

د میدان وردکو د والي ویاند دا هم وویل، چې بریدګر د همغږۍ مرکز ته له رسیدو مخکې چاودنه کړې او یاد پوځي هدف ته نه دی رسیدلی. د ده په خبره د پيښې قربانیان او ټپیان د درملنې لپاره د یاد ولایت ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

بل خوا د پيښې مسوولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی، ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته ویلي، چې بریدګر د مزده موټر په واسطه، چې چاودېدونکي توکي يې په کې ځای پرځای کړي وو؛ برید ترسره کړی او پوځي کسانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

ده دا هم ویلي، چې برید يې د خپلو هغه څلورملګرو دغچ اخیستو په موخه ترسره کړی، چې په دې ورستیو ورځو کې د افغان حکومت له خوا په کابل کې اعدام شوي دي.
XS
SM
MD
LG