د ایران تر ټولو لوړ رتبه چارواکی، ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي، په ډيرو وختونو کې بې پيسو وي او د خپلو ساتونکو (ګاردانو) څخه پيسې په پور اخلي.
د ایران د ستر مذهبي مشر د شخصي ژوند په اړه دا معلومات د ایت الله رسولي محالاتي په حواله خپاره شوي دي.
محالاتي د هغه پخوانۍ ملګری او همکار دی، محالاتي د ایران له نیمه دولتي اژانس (فارس) سره په مرکه کې ویلي:
"ځینی وختونه زه د سر ساېې پيسې ورته راوړم، خو هغه بل چاته ور غږ کړي، چې راشه دا پيسې واخله، زه دې پوروړی یم."
محالاتي زیاته کړې ده، چې خامنه اي د سرسایې په څير د مذهبي مسایلو له درکه پيسې تر لاسه کوي او په تهران کې یې خپل کور په کرایه ورکړی، هغه پيسې هم اخلي، محالاتي ویلي:
"زه یې ډیر واره خونې ته ورغلی یم ، ایت الله علي خامنه اي یوازې یوه غالۍ لري، چې ډیره معمولي، تبریزۍ غالۍ ده او دومره زړه شوې ده، چې د ځينی برخو يې رنګ تللی دی."
د ایت الله رسولي محالاتي په وینا ، د خامنه اې زامن دیني زده کړې کوي، او هغه هم په ډیره سختي ګذاره کوي.
دا اول وار ندی ، چې د خامنه اي د ژوند د څرنګوالي په اړه داسې خبرې کیږي.
د ایران د ستر مذهبي مشر د ژوند د څرنګوالي په اړه د محالاتي دا خبرې ، د ایران د دولت د هغو هڅو یوه برخه ده ، چې غواړي خلکو ته څرګنده کړي، چې ایراني رهبران پاک نفسي خلک دي او د دنیايي مسایلو ډیره پروا نه کوي.
د ایت الله علي خامنه اي بل ملګري ایت الله عبدالحسن مهدوي هم په وروستیو کلونو کې ، د هغه د ساده ژوند ستاینه کړې ده .
مهدوي ، چې په ایران کې د کارپوهانو د شورا غړي دی، په وروستیو کې په خپلو یادښتونو کې لیکلي وو ، چې د دې هیواد ستر مذهبي مشر په کور کې یوازې یوه غالۍ لري او ډیر کله پيسې نه وي ورسره .
د واشنګټن انستیتوت د نږدې ختیځ د پالیسۍ په مرکز کې د ایران د چارو څيړونکی، مهدي خلیجي د ایت الله علي خامنه اې د ژوندلیک پر برابرولو کار کوي.
خلیجي وايي ، دا سمه ده چې ایت الله علي خامنه اې ساده ژوند لري، خو د دې ساده ګۍ په بیان کې مبالغه کیږي، دې څیړونکي ازادي راډيو ته وویل:
"هغه چپنه چې دی [ایت الله علي خامنه اي] یې اغوندي ، په بازار کې تر ټولو قیمتي جنس دی.
یعنې د ده چپنه څو ملیونه تومن ارزښت لري. داسې نده ، چې دي خپل کالي په خپله اخلي، یا پیسې پرې ورکوي، بلکه دا د نذر او سوغات په توګه ورته راوړل کیږي. زموږ په قانون کې د رهبر لپاره معاش نه دی ټاکل شوی.
ولسمشر، وزیران او وکیلان ټاکلی معاش او مکافات لري، خو رهبر میاشتنۍ تنخواه نه لري.
هغه مبالغې ، چې په دې برخه کې کیږي، سمې نه دي. هغه [ایت الله علي خامنه اي] ډير ساده او له تجمل څخه لرې ژوند لري."
د هغو معلوماتو پر اساس ، چې د ایران د دولتي مطبوعاتو او د دې هیواد د مذهبي مشرانو د ملګرو او دوستانو لخوا خپریږي، داسې ویل کیږي، چې زیات شمیر ایراني رهبران ساده ژوند کوي.
په دې کې ان د ایران اوسنی ولسمشر محمود احمدي نژاد او پخوانی جمهور ریس اکبر هاشمي رفسنجاني هم شامل دي، چې د ایران تر ټولو شتمن وګړي انګیرل کیږي.
خو عادي ایرانیان د پروپاګند څخه د ډکو معلوماتو په اړه ښه احساس نلري، ځکه خلک په ورځني ژوند کې قدم په قدم د اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې د موجود اداري فساد سره مخامخ دي.