که څه هم پاکستان اعلان وکړ، چې یو شمیر طالب مشران یې آزاد کړل، خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې آیا په رښتیا هومره کسان چې یادونه یې شوې، خوشې شوي او که خوشې هم دي، چیرته دي.
د سولې د عالي شورا غړی حاجي دین محمد چې پاکستان ته د تللي پلاوي غړی و؛ آزادۍ راډیو ته وویل، چې دوی غوښتل راخوشې شوي کسان کابل ته راولي؛ خو په وینا یې د ځینو ستونزو له امله یې ونشو کړای.
هغه وویل، نه بندیانو غوښتل چې کابل ته راشي او نه هم د بندیانو د تبادلې په هکله د افغانستان او پاکستان تر منځ کومه موافقه موجوده ده؛ نو ځکه یې بندیان په پیښور کې پریښودل.
"د دوی کورونه په پاکستان وو او خپلو کورونو ته لاړل، په لومړي سر کې زموږ غوښتنه دا وه، چې دوی موږ ځان سره افغانستان ته راولو، بیا ځینې ستونزې وې، نو موافقه مو وکړه، چې هلته دې پاتې شي.
څو چې دوی د پاکستان په قید کې وو، موږ نه وو ورسره لیدلي او په دې باور لرو چې دوی د سولې پروسې په برخه کې مثبت لوبوي."
حاجي دین محمد د یوې پوښتنې په ځواب کې چې څه تضمین موجود ده دغه کسان بیرته له وسله والو طالبانو سره یو ځای نه شي؛ وویل، دا کار یواځې د ښه نیت او باور فضا رامنځ ته کیدو لپاره شوی دی او په دې برخه کې کوم تضمین نشته.
هغه وویل، که څه هم له خوشې شویو طالبانو سره د دوی پلاوي ونه کتل، خو پاکستانیو چارواکو د دغو نهو کسانو نومونه ورکړي؛ چې خوشي شوي دي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي دین محمد د خوشې شویو کسانو نومونه وانه خیستل او د مرکې په مهال یې وویل، اوس یې یوازې د مولوي خالص د زوی انوارالحق نوم په ذهن کې دی.
بل خوا یو شمېر کتونکي په دې اند دي، چې دغه طالب مشران ټول نه دي خوشې شوي؛ بلکې یو شمیر یې یواځې له یو زندان نه بل ته انتقال شوي دي.
د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي آزادۍ راډیو ته وویل؛ څو چې راخوشې شوي طالب چارواکي کابل ته رانه وستل شي؛ نو د سولې په پروسه کې مهم رول نه شي لوبولی.
"د سولې عالي شورا معلومات نه لري، چې دغه کسان په رښتیا سره خوشې شوي او که نه دي خوشې شوي، دغو محترمو هم یواځې د رسنیو له لارې اوریدلي، چې دا کسان خوشې شوي.
څو چې دا کسان افغانستان ته رانه شي او د ساتلو لپاره یې ضمانت ورنه کړل شي؛ نو خوشې کیدل یې به یې دومره ګټور نه وي.
تر څو چې دا کسان چې اوس له خپلو کورنیو سره د پاکستان حکومت تر لاس لاندې وي، نو نه شي کولی، موږ سره مرسته وکړي.
که له هغوی نه همکاري وغوښتل شي، هم نو د پاکستان په اشاره به همکاري کوي، ځکه هغوی به یې ډاروي او تحدید کوي به یې، څو چې دوی هلته وي نو له افغان حکومت سره په آزاده توګه همکاري نه شي کولی."
هغه ادعا وکړه، چې یواځې مولوي انورالحق مجاهد او مولوي محمد کریم راخوشې شوي او دا مهال په پیښور ښار کې اوسیږي.
د هغه په وینا مولوي عبدالحکیم او مولوي مطیع الله د پاکستان حکومت خوشې کړي خو بېرته نیولي دي او د مولوي رحمت الله، مولوي محمد داود او مولوي میر احمد ګل په هکله معلومات نه شته چې خوشې شوي دي کنه؟
د سعیدي ادعا تراوسه پاکستانیو او یا هم افغان چارواکو نه ده تایید کړې.
د سولې د عالي شورا یو پلاوی، چې مشري یې د دې شورا مشر صلاح الدین رباني کوله د تیرې دوشنبې په ورځ اسلام آباد ته لاړل؛ له پاکستانیو چارواکو سره د دوی له موافقو یوه هم د نهو تنو طالب چارواکو خوشې کیدل وو.
راپور: جمیله ظریف