د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۶

د کابل بانک د قضیې دوه تنه نور تورن کسان محکمې ته حاضر کړای شول


د کابل بانک د قضیې د حل د ځانګړې محکمې له خوا د دې بانک په قضیه کې د تورونو کسانو د حاضرېدو په لړ کې د شنبې په ورځ دوه نور تورن کسان دې محکمې ته حاضر شول.

د کابل بانک د تورونو کسانو د علني محکمې لومړی محکمه تیره اونۍ جوړه شوه، چې د پنځو تورنو کسانو دوسیې یې وڅېړلې.

د ځانګړي محکمې دوهمې علني غونډې ته لومړی تورن د پخواني او نوي کابل بانک رییس مسعود موسی غازي حاضر شو؛ پر نوموړي تور دی، چې د ریاست په پیل کې یې له دې بانک څخه څه باندې پنځه میلیونه ډالره ایستل شوي.

ده ته له شیرخان فرنود څخه د پخواني کابل بانک ریاست انتقال شوی و.

خو موسی غازي پر ده د څارنوال له خوا لګېدلي تورنه رد کړ او ویې ویل، چې د ۲۰۱۰ کال د اګسټ پر ۳۰ د دندې مکتوب ورکول شوی، چې په همدې شپه ناوخته له دې بانک پیسې ایستل شوي.

نوموړي وویل، په دې وخت کې لا د بانک واک په رسمي ډول نه وو ورسپارل شوی.

“د ۵،۸ میلیونو ډالرو انتقال په یوه معامله کې نه دی شوی، دغه پیسې د ۲۰۱۰ کال د اګسټ میاشتي پر ۳۰مې په بیلا بیلو وختونو کې لیږل شوي، چې په دې وخت کې ما د افغانستان بانک د مالي مرستیال په توګه رسميت درلود او په همدې ورځ ما د افغانستان بانک ته خپله استعفا وړاندې کړې وه؛ د ۲۰۱۰ کال د اګسټ میاشتې ۳۱ مه د افغانستان بانک سره زما وروستۍ ورځ وه."

د کابل بانک په بحران کې ۲۲ کسان تورن دي، چې خپل د بانک شریکان او یو شمېر چارواکي دي.

د کابل بانک د قضیې د حل د ځانګړې محکمې مشر قاضي شمس الرحمان شمس د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ ډیره ستونزه د کابل بانک د رییس شیر خان فرنود او مرستیال خلیل الله فیروزي د کارونو له امله جوړه شوې، ځکه قرضې د دوی له خوا اجرا شوي او تیروتنې هم دوی کړې دي.

د دې بانک په قضیه کې بل تورن کس د افغانستان بانک لوموړی مرستیال محب الله صافی دی؛ د څارنوال له خوا پر نوموړي تور ولګول شو، چې د افغانستان بانک د پخواني رییس قدیر فطرت سره یو ځای یې له کابل بانک څخه په غیر قانوني توګه د څه باندې نهه سوه ملیونو ډالرو د ویستلو خبره پټه ساتلې وه.

خو ښاغلي صافي پر ده لګیدلی تور رد کړ:

"زما د درې نیم کاله مرستیالۍ په دوره کې هیڅ داسې سند نشته، چې زه دې د ولسمشر دفتر، د هغه د لومړي یا دوهم مرسیتال دفتر، مشرانو جرګې، ولسي جرګې او یا کابینې ته ورغلی یم او یا دې مې راپور ورکړی وي، تاسو کولای شئ له دوی څخه پوښتنه وکړی، چې زه دې هلته ورغلی یم او دوی مې غولولي وي، چې د کوم بانک حالت ښه دی او د کوم بد."

د افغانستان بانک پخوانی رییس قدیر فطرت چې د کابل بانک په بحران کې تورن پیژندل شوی؛ دا مهال په امریکا کې دی.

څو ورځې مخکې جمهور رییس حامد کرزي د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه؛ هیواد ته د نوموړي د راوستلو لپاره هلې ځلې وکړي.

افغان حکومت وروسته له هغې کابل بانک په خپل کنټرول کې واخیست چې په ۲۰۱۰ کال کې له دې بانک څخه په غیر قانوني توګه د څه باندې نهو سوو ملیونو ډالرو د ویستلو مساله رسوا شوه.

د کابل بانک دوه مهم مسوولين شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزي د دې ستونزي په لومړو ورځو کې ونیول شول؛ تیره اونۍ یوې علني محکمې ته حاضر کړای شول.

د کابل بانک د مسالې په اړه د ځانګړې محکمې مسوولین وايي، په څو اونیو کې به د دې دوسیې په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG