د امریکا د پوځ یو جګپوړی مقام وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور ته له ۲۰۱۴ کال وروسته اړتیا شته.
جنرال جوزف دانفورډ، چې ولسمشر بارک اوباما، په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه نومولی پرون د امریکا په سنا کې په دې اړه خبرې وکړې ویې ویل، چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې یو لړ پرمختګونه شوي دي، خو ده زیاته کړه، چې د ۲۰۱۴ کال انتخابات به ستونزمن وي.
د امریکا د سمندري ځواک مرستیال قوماندان جنرال جوزف دنفورډ، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ څوکۍ ته نامزد شوی د سنا د پوځي خدماتو کمیټې ته ویلي چې په افغانستان کې د ماموریت دوه برخې، یعنې له تروریزم سره مبارزه او د افغان ځواکونو پیاوړي کول ډېرې مهمې دي.
جنرال ډنفورډ له ۲۰۱۴ کال وروسته د یوشمېر امریکايي پوځیانو پاتې کېدل یوه اړتیا وبلله، خو ویې نه ویل چې د ده د طرحې له مخې په کوم شمېر سرتېري به په افغانستان کې پاتې شي.
ډنفورډ چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی و، زیاته کړه چې په افغانستان کې یولړ پرمختګونه شوي دي او دی باور لري چې امریکا خپلو اهدافو ته رسېدلای شي، خو ده دا یادونه هم وکړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات به ستونزمن وي ځکه د ده په وینا په راروان کال کې باید دا خبر یقیني شي چې نړیوال د افغانستان له انتخاباتو سره د مالي مرستو ژمنې عملي کړي.
ډنفورډ ټینګار وکړ، چې د کابل واشنګټن ترمینځ د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو موافقه باید د راتلونکي کال تر مې میاشتې لاسلیک شي څو د هغو امریکايي پوځیانو مصوونیت قانوناً یقیني کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي.
د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام سره د سنا غړي لېندسي ګراهام وویل، افغانستان هوايي ځواک نلري، نو ځکه جنګي هیلیکوپټرو او کشفي اسانتیاوو ته ډېر اړ دی.
جنرال جوزف ډنفورډ د سنا د تایید په صورت کې د اوسني قوماندان جنرال جان الن ځای نیسي. جنرال الن چې په اروپا کې د امریکايي ځواکونو د قرارګاه د قوماندان څوکۍ ته کاندید شوی په دې وروستیو کې تر تحقیق لاندې دی ځکه د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې CIA د پخواني رییس دیویدپترایوس د رسوایۍ په قضیه کې له یوې پردې ښځې سره د ده نامناسب لیکونه هم افشا شوي دي.
له دې تورونو وروسته سپینې ماڼۍ وویل، ولسمشر بارک اوباما ډاډه دی چې جنرال الن کولای شي په افغانستان کې کار ته دوام ورکړي. د پوځي خدماتو د کمیټې ځواکمن جمهوري غوښتونکي غړي جان مک کېن هم وویل چې دی پر جنرال الن پوره ډاډ لري.
مک کېن الن یو ډېر ښه پوځي قوماندان وباله او زیاته یې کړه چې دی کولای شي په پوره ډاډه سره په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.
الن په داسې حال کې چې د پېترایوس په قضیه کې تر تحقیق لاندې دی ویلي دي چې له څېړنو او تحقیقاتو سره به پوره همکارۍ وکړي.
د سي آی اې پخواني مشر دیویدپېترایوس له یوې ښځې سره د ناسمو اړیکو د لرلو په خاطر تېره اونۍ له دندې استعفا ورکړه.