د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۶

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د 60 میلیونه یورو مرسته کوي


د اروپايي ټولنې له دې 60 میلیونه یورو څخه به څلویښت میلیونه یورو د ښې حکومتوالۍ او د قانون د واکمنۍ او 20 میلیونه نور به یې عدالت د ټولو لپاره په نوم پر یوه پروګرام ولګول شي.

د اروپايي ټولني استازي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د مالیې وزارت سره د دې تړون پر وخت وویل، چې اروپايي او نړېواله ټولنه به له 2014 کاله وروسته هم خپلو مرستو او له افغانستان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

د اروپايي ټولني استازي ویګاداس اوشاسکس وویل، چې اروپايي ټولنې د دې مرستې پرېکړه وروسته تر هغه وکړه، چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نېټه اعلان شوه:

“د نن تړون له ستر هېواد افغانستان سره د ښې حکومتوالۍ او له عدلي اصلاحاتو نه د ملاتړ په برخه کې دی.

یوه موثره اداره او له فساد څخه لیري کارکوونکې، عدالت په مساوي ډول د ټولو لپاره د یوه ښه هیواد اساس دی، نو په همدې خاطر اروپايي ټولنه له افغانستان سره 40 میلیونه ډالره د ملکې ادارې د اصلاح لپاره او 20 میلیونه یورو هم د عدلي برخي سره مرسته کوي.”

خو د اروپايي ټولني استازي وویل، چې 20 میلیویونه یورو به تر هغو پوري عدلي او قضايي ادارو ته ورنه کړل شي، چې عدالت د ټولو لپاره پروګرام یې بشپړ کړی نه وي.

د اروپايي ټولني دغه مرسته د افغانستان په اړه د توکیو په کنفرانس کې د نړیوالي ټولني د ژمنو په چوکاټ کې له افغانستان سره کیږي.

د اروپايي ټولني استازي دا هم وویل، چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د راتلوونکو رڼو او ښو انتخاباتو ملاتړ کوي او د افغان انتخاباتي بهیر له بیلابیلو برخو سره به اروپايي ټولنه خپله مرسته وکړي.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال ددې تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل، چې د اروپايي ټولني دغه مرسته وړیا ده او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون له لاري به د ښې حکومتوالۍ او د قانون د واکمنۍ لپاره ولګول شي.

د راپورونو له مخي اروپايي ټولني په تیرو شا او خوا 11 کلونو کې له افغانستان سره دوه میلیارډه یورو مرسته کړې او ددې ټولني استازي وايي، چې تر 2017 کال پوري به له افغانستان سره 1.5 میلیارډه یورو نوره مرسته هم وکړي.

افغان چارواکې وايي چې د اروپايي ټولني دغه نوې 60 میلیونه یورو مرسته به د افغان دولت د بودیجې له لاري ولګول سي.

د اقتصادي چارو پوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې دغه ډول مرستي باید پر اساسي او بنسټیزو پروژو ولګول سي، چې د افغانستان اقتصاد وده ورسره وکړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG