د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

صالحي: د تهران د اټمي پروګرام په اړه خبرې فرق لري


ایران او واشنګټن تر دې مخکې په سیمه ییزوغونډو کې پر داسې مواردو لکه د عراق او افغانستان پر حالاتو، خبرې کړې دي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي نن وویل، چې د تهران د اټمي پروګرام په اړه خبرې فرق لري.

صالحي نن ټينګار وکړ، چې د تهران د اټمي پروګرام په اړه له امریکا سره د مستقیمو او دوه اړخیزو خبرو پریکړه به د دې هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي کوي.

په وروستیو کې روسیې وړاندیز وکړ، چې د امریکا متحد ایالات او ایران باید د دې هېواد د لانجمن اټمي پروګرام په اړه په خپلو کې (یو په يو) خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال سرګې ریابکوف فاننشیل ټایمز ته وویل، چې حکومت به یې د ایران او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو ملاتړ وکړي، ښاغلي ریابکوف زیاته کړه :

"موږ به د دې پر ضد هیڅ خبره ونه کړو. واضح ده چې موږ به له جزیاتو خبر یو . موږ غواړو چې ټول لوري ، له دې جنجال څخه ووزي."

ایران د خپل لانجمن اټمي پروګرام په خاطر د نړېوالو بندیزونو سره مخامخ دی.

د دې هېواد د اټمي پروګرام په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د مخامخ خبرو د امکان په اړه دا بحثونه، په امریکا کې د جمهوري ریاست د بلې څلور کلنې دورې لپاره د بارک اوباما تر بري وروسته پيل شوي دي.

ایران له واشنګټن سره د مستقیمو خبرو وړاندیز نه دی رد کړی، خو وايي، چې داسې پرمختګ به ډیر ژر ونه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي نن هیله څرګنده کړه، چې د امنیت شورا له پينځو دایمي غړو او جرمني سره به د دوي د لانجمن اټمي پروګرام په اړه مذاکرې هم له سره پيل شي، صالحي وویل:

"په یوه ډول موږ د امنیت شورا د پینځو دایمي غړو او جرمني له لارې، د امریکا سره هم په تماس کې یو.

موږ هیله لرو، چې راتلونکې غوڼډه به ژر پیل شي. موږ د خبرو بیا پيل ته تیار یو څو هر لوری د قناعت وړ پایلې تر لاسه کړي."


د ملګرو ملتو د امنیت شورا پينځه دایمي غړي او جرمني هم د مذاکرو له لارې، هڅه کوي د تهران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه د یوه نړېوال بحران مخنیوي وشي.

غربي هېوادونه په دې باور دي، چې ایران د پوځي دلایلو له مخې خپل اتمي پروګرام ته پراختیا ورکوي خو تهران یې دا ادعاوې ردوي.

وروستۍ وار د ایران د اټمي پروګرام په اړه په لوړه کچه خبرې په مسکو کې وشوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي نن وویل، چې په اټمي مذاکرو کې د دوي استازی سعید جليلي او د اروپايي ټولني د بهرنیو اړیکوه مشره کاترین اشټن، چې په دې مذاکرو کې د نړیوالو استازیتوب کوي، د نیټې او ځاي ټاکلو لپاره ډير ژر ټیلیفوني خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG