د افغانستان مشرانو جرګې پرېکړه کړې، چې د هیواد د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس د راتلوونکې چهارشنبې په ورځ وروغواړي.
د مشرانو جرګې ډیري غړو د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، چې دغه چارواکي باید د هغو راپورونه په اړه معلومات ورکړي، چې ویل کیږي، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل خان د مجاهدینو شورا جوړه کړې او په هرات کې یې په پخوانیو مجاهدینو وسلې ویشلي دي.
که څه هم د اوبو او برېښنا وزیر او پخواني جهادي قومندان محمد اسماعیل د مجاهدینو د شورا له خوا خپلو پلویانو ته د وسلې د ویشلو خبره رد کړې؛ خومشرانو جرګه بیا هم غواړي، چې په دې اړه لا ډيرې پلټنې وکړي.
د افغانستان د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې هم اکثره سناتورانو د محمد اسماعیل د څرګندونو او د هغه له خوا د وسلې د ویش په اړه سخت انتقادونه وکړل.
د مشرانو جرګې د غونډي په پای کې پرېکړه وشوه، چې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس به د راتلوونکي چهارشنبې په ورځ د دغو اندېښنو او نورو امنیتي موضوعاتو په خاطر دفاعي کميسیون ته ور وغواړي.
د دې جرګې دویم مرستیال رفیع الله ګل افغان د غونډې پرېکړه داسې اعلان کړه.
“د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس چې د مشرانو جرګې دفاعي کميسیون د چهارشنبې په ورځ راغوښتي، ټول مسایل چې په دوی اړه لري او د دوی مسوولیت دی او خبرې ورسره لرو، که یې په هغه راتګ موافق یاست زما په فکر ښه به وي.”
څو ورځې مخکې د هرات ځايي چارواکو وویل، چې د اوبو او برېښنا وزیر او پخواني جهادي قومندان محمد اسماعیل په هرات ولایت کې خپلو پلویانو ته وسله ویشلې.
د هرات د چارواکو تر دغو خبرو مخکې د اوبو او برېښنا وزیر په یوه غونډه کې وویل؛ چې د مجاهدینو شوراګاني یې په بیلا بیلو ولایتونو کې جوړې کړي او که له 2014 کال وروسته اړتیا پیدا شوه، نو مجاهدین به یې وسله را اخلي او له هیواده به دفاع کوي.
د یو شمېر سناتورانو په خبره چې محمد اسماعیل په دغه ډول کارونو له افغان حکومت څخه امتیازات غواړي؛ دوی له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل، چې د نوموړي د دغو څرګندونو په اړه چپ پاته نه سي.
خو د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسماعیل د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د مجاهدینو د شورا له خوا چاته وسله نه ده ویشل شوې.
“د والي ویاند یو کارټ ښوولی او ویلي یې دي، چې دلته وسله ویشل شوې، دا کارټ چې دوی ښوولی دی، چاپ شوی دی، نه ترې معلومیږي، چې څه ډول وسله، تفنګچه، کلاشنکوف او که څه، دا د وسلې کارټ نه دی بلکې یو ساختګي شی دی.
په دې هیواد کې چې له شپیتو بهرنیو استخباراتي شبکو څخه ډير فعالیت کوي، طبعاً دسیسه جوړيږي.
که یو میل وسله هم ویشل شوې وي، زه حاضر یم چې د افغانستان د ملت پر وړاندي محاکمه سم او تر ټولو سخته سزا ووینم.”
د افغانستان په ملي شورا کې د کورنۍ جګړې په اړه جدي اندېښنې وروسته تر هغه ډیرې شوې، چې د محمد اسماعیل خان له خوا خپلو پلویانو ته د وسلې د ویشلو خبرونه خپاره شوه.
د ملي شورا د دواړو جرګو د یو شمیر غړو په خبره چې دغو څرګندونو ولسي خلک ډیر په اندېښنه کړي کړي، د ولسي جرګې یوشمېر غړو د شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وغوښته، چې د اوبو او برېښنا وزیر دي استیضاح شي او د مشرانو جرګې غړو هم د یکشنبې په ورځ وغوښتل، چې محمد اسماعیل دې د پوښتنو لپاره غونډې ته وغوښتل شي.
د امنیتي او سیاسي چارو پوهان وايي، چې باید له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره هیڅ ډول مساوي او موازي وسله وال جوړه نه شي، دوی دغه ډول وسله وال د افغانستان په زیان بولي.
راپور: معصوم میوند