د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۲

په بلوچستان کې د مرکزي پارلمان پر غړي بمي بريد شوى


چاودنه پرون د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته په شاوخوا څلور سوه کيلوميټرۍ کې د ډېره بګټي په سيمه کې د جمعې تر لمانځه وروسته د يوه جومات مخې ته وشوه. د پوليسو په وينا چاودېدونکي مواد د جومات څنګ ته په يوه ولاړ موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله يې چاودنه وکړه؛ چې هدف يې د پاکستان مسلم ليګ ګوند يو غړى احمدان بګټى و، چې د پاکستان د مرکزي پارلمان غړى دى.

لېويز پوليس وايي، احمدان بګټي او د هغه يو زوى خپل کور ته نيژدې جومات ته د جمعې لمانځه ته روان وو؛ چې تر جومات دباندې چاودنه وشوه او په نتيجه کې يې په خپله احمدان بګټي، د هغه زوى او يوولس تنه نور ټپيان شول.

په چاودنه کې د احمدان بګټي په شمول ټول ټپيان په سمدستي توګه د ډېره بګټي سيمې او وروسته د سويي سيمې روغتون ته وړل شوي دي؛ چې ويل کېږي، احمدان بګټى برسېرن ټپي شوى او روغتيايي حالت يې ښه دى.

احمدان بګټي د وژل شوي بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي د جمهوري وطن ګوند له سرسختو سياسي مخالفينو څخه ګڼل کېږي. نوموړى د ٢٠٠٨م کال په انتخاباتو کې له ډېره بګټي سيمې څخه د پاکستان مرکزي پارلمان ته ټاکل شوى و.

د بلوچ ريپبلکن آرمي په نامه د وسله والو بلوڅو يوه سازمان پر احمدان بګټي باندې د بمي بريد مسووليت منلى دى؛ د سازمان وياند رسنيو ته ويلي، چې د بريد هدف يې احمدان بګټى و.

د يادونې وړ ده، چې ډېره بګټي د بلوچستان يوه له ناکراره سيمو څخه ده؛ چې د ګازو سترې زېرمې په کې موجودې دي. په ٢٠٠٦م کال کې د ملتپال بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي تر وژنې وروسته په ډېره بګټي کې امنيتي وضع خرابه شوې ده؛ چې وخت پر وخت په کې د ملېشه ځواکونو پر سرتېرو باندې بريدونه هم کېږي.

راپور: بارکوال مياخېل - کوټه
XS
SM
MD
LG