د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۵

اسيايي هېوادونه د چين پر زياتېدونکي قدرت اندېښنه لري


زیات شمېر اسیايي هیوادونه چې په سیمه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي قوت څخه اندیښنه لري د دوهم ځل لپاره د امریکا د جمهور رئیس په توګه د باراک اوباما د ټاکل کیدو هرکلی کړی دی.

دا هیوادونه ددې لپاره د اوباما له بیا ټاکل کیدو څخه هرکلی کوي چې د د دوى په باور د افغانستان او عراق له جګړې وروسته به د متحده ایالات ولسمشر خپله زیاته پاملرنه د اسیا پسفیک سیمې ته واړوي.

خو دا چې د ولسمشر اوباما تګلاره به څومره پر اسیا پسفیک سیمه متمرکزه وي، دې پورې تړوا لري چې څوک له هيلري کلېنټن وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل کېږي.

میرمن کلېنټن څو ځلې د اسیا پسفیک هیوادونو ته سفر کړی او ټينګار يې کړی دی چې د متحده ایالاتو ګټې ددغې سیمې له هیوادونو سره چې په چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې ده، په اړیکو ساتلو کې نغښتي دي.

خو د کتونکو په وینا دا چې د امریکا د بهرنیو چارو د راتلونکې وزیر کاري اجنډا به په څه څرخېږي، تحولاتو پورې مربوطه ده.

په هرتیج فوڼدېشن موسسه کې د اسیايي چارو د څیړونو مدیر والتر لوحمن اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي:

که څه هم چي چین په اوږده موده کې د امریکا لپاره یو ستراتیژيکي ګواښ دی خو د واشنګټن بېړنۍ اندیښنه د ایران اټومي پروګرام دی.

اسوشیټیډ پریس وايي په سوریه کې د روانې جګړې د کمیدو نښې نښانې نه په سترګو کیږي، په عراق کې امنیتي وضیعت ښه نه دی او په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره به دا هیواد هم کمزورى شي او داسې هم ویل کیږي چې کیداى شي افغانستان د ۱۹۹۰ د جنګونو وضیعت ته بیرته وګرځي.

بل خوا په متحده ایالاتو کې دننه یو لړ ستونزې هم کولاى شي اسیا ته د باراک اوباما پاملرنه محدوده کړي.

اسوشیټیډ پریس خبرې اژانس وړاندې وايي د ولسمشرۍ د دويمې دورې له پیل دمخه باید جمهور رئیس اوباما له جمهوريت غوښتونکو سره د بودیجې چې د مالیو زیاتوالى او د لګښتونو کموالى په کې شامل دي، موافقې ته ورسیږي.

متحده ایالات پلان لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې خپله دفاعي بودیجه ۵ سوه ملیارده ډالره راکمه کړي چې دا کار کولای شي د اسیا پسفیک لپاره د واشنګټن پر پلانونو اغیز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغې سیمه کې د چین د پوځي ظرفیتونو لوړوالي همدا اوس د امریکا لپاره چیلنجونه او اندیښنې راولاړې کړي دي.

خو د اسوشیټډ پریس په وینا ولسمشر اوباما تر دې دمه هڅه کړې چې له چین سره متوازنې اړیکې وساتې په دې معنا چې له یوې خوا له چین سره ژور اقتصادي روابط ساتي او بل لوري ته دا هیواد هڅوي څو له خپلو ګاونډیانو سره په اړیکو کې نړیوال نورمونه له پامه ونه غورځوي.
XS
SM
MD
LG