د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۳

امریکایي چاپي خپرونې خپل انتخابات څرنګه ارزوي؟


واشنګتن پوسټ:

امریکایي چاپي خپرونو د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه ګڼ مطالب خپاره کړې دي، واشنګتن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د انتخاباتو ورځ هغه ورځ ده چې نړۍ د یوې شیبې په مخه دریږي، ته چې هر ورځنی کار لرې هغه دروې، یا ښوونځي ته ورځې، یا کلیسا ته مخه کوې او یا هم یوه بل ټولنیز مرکز ته د رایي ورکولو لپاره ځې، د ورځپاڼې په باور دا یوه ورځ ده او یوه راییه ده.

نیویارک ټایمز:

یوې بلې امریکایی ورځپاڼې نیویارک ټایمز په ننۍ ګڼې کې لیکلي دي، د دریم ځل لپاره د انتخاباتو په تیرو څلورو دورو کې، د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو کاندیدان سره نژدې دي او د عمومي نظر پوښتنې له مخې داسې نه ښکارې چې رامني مخکې دی که اوباما.

واشنګتن پوسټ:

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې بیا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې انډول رد کړی دی او لیکي، ولسمشر اوباما لږ مخکې ښکارې. دغه ورځپاڼه له اې بي سي خبرې رسنۍ سره د خپلې نظرپوښتنې له مخې څرګندوي، چې بارک اوباما پنځوس فیصده رایي اخلي او میت رامني اووه څلویښت فیصده.

ډیلي ټيلګراف:

ډیلي ټيلګراف ورځپاڼه بیا د انتخاباتي سیالۍ د یو مخ نژدې خبره کوي او لیکي، نني انتخابات د یوه نسل تر ټولو نژدې انتخابات ښکاري.

فایننشل ټایمز:

میت رامني او بارک اوباما د انتخاباتو تر پیل مخکې حتی تر پرونه انتخاباتی مبارزه کوله. فایننشل ټایمز ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کې د تیرې شپې د اوباما د انتخاباتي مبارزې په اړه لیکلي دي چې د شپې تر درې نیمو بجو وروسته په ویسکانسن کې هوټل ته ولاړ چې خوب وکړي.

کرسچن ساینس مانتور:

د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې بارک اوباما او میت رامني د خپل کورني سیاست او بهرني سیاست په اړه ویناوې وکړې او په تلویزیوني مناظرو کې یې برخه واخیسته، خو کرسچن ساینس مانتور ورځپاڼه لیکي، دا ګرانه ده چې د دغو دوو کاندیدانو د کورني او بهرني سیاست په برخه کې د انتخاباتو په ترڅ کې هم پیشګویي وشي.

فارین پالیسي:

فارین پالیسي خپرونې بیا په یوې اوږدې مقالې کې دولس ټکي په نښه کړې دي چې د امریکا راتلونکی ولسمشر ته ګرانه دي، په دغو کې اکثر د امریکا او نړۍ د اقتصاد په اړه دي خو په پوځي برخه کې دوې مسالې پکې یادې شوې دي، یوه له ایران سره جګړه ده چې د خپرونې په باور هرڅوک داسې فکر کوي چې دا به ژر پیل شي، خو نوي ولسمشر ته به دا کار اسانه نه وي.

فارین پالیسي بله مساله په اسلامي هیوادو کې شخړې یادوي او لیکي، له تونسه تر پاکستانه بې ثباتي خپره شوې ده او همدا خپرونه د امریکا د نوي ولسمشر لپاره له ترورزم سره جګړه مهمه ګڼي او لیکي، دا اسانه نه ده چې د متحد ایالتونو نوی ولسمشر ترورستانو ته توجه ونه کړي.
XS
SM
MD
LG