د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۷

"د "۱۳۹۲" په بودجه کې د تیر کال په پرتله "۵۰" فیصده زیاتوالی راغلی"


د افغانستان د مالېې وزارت په خبره د ۱۳۹۲ لمریز کال په پراختیايي بودجې کې د ۱۳۹۱ لمریز کال په پرتله نږدې پنځوس فیصده زیاتوالی راغلی.

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د سې شنبې په ورځ مشرانو جرګې ته د راتلونکي لمریز کال د بودیجې د معرفي کولو پر مهال وویل، د دغه بودجې ډيره برخه په افغانستان کې د اساسي پروژو پیاوړتیا ته ځانګړې شوې ده، ښاغلي زاخیلوال وویل:

"د پراختیايي بودیجې ډيری برخه د زیربنا، کرنې او معارف ته ځانګړې شوې ده، چې په منځ مهالې او اوږد مهالې کې د اساسي زیربناوو بنسټ ایښودلو، د بشري منابعو د پراخوالي او بیوزلی د کمیدو لامل کیږي.

همدارنګه د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې هم ډير تمرکز شوی دی، په همدې ترتیب لوړې زده کړې هم د حکومت د لومړیتوبونو ادارې د پراختیايي پروګرامونو په سر کې دي."


همدارنګه ښاغلي زاخیلوال وویل، د راتلونکي لمریز کال ټوله بودیجه ۳۶۶ میلیارده افغانۍ ده، چې ۱۷۰ میلیارده یې پراختیايي او یوسل او شپږ نوي ملیارده یې عادي بودیجه ده.

نوموړي وویل، چې په راتلونکي کال ۱۲.۷میلیارده افغانۍ د بودیجې کسر موجود دی، چې هغه به هم د نړېوالې ټولنې له مرستو څخه برابر شي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیا رله سناتورانو وغوښټل، څو هر څومره ژر چې امکان ولري د ۱۳۹۲ لمریز کال پر بودجې بحث پیل کړي:

"ښاغلیو سناتورصاحبانو بودیجه د ملي اقتصاد او بودیجې کمیسیون ته لیږو څو هغوي پرې تخصصي خبرې وکړي، او مسوولین هم په موقع سره خپل کمیسیون او هم د عمومي غونډې کمیسیون ته را وبولي،څو لازم توضیحات وړاندې کړي،له همدې امله وروسته له دې چې بودیجه وکتل شوه مونږ او تاسې بیا د مالیې وزیر جلسې ته را وبولو او وروسته به خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاند کړو."

د افغانستان داساسي قانون له مخې د بودجې تصویب یا ردول د ملي شورا له اساسي دندو څخه دي.

د مالیې وزارت چارواکي وايي چې ټوله پراختیايي بودیجه او دهیواد دعادي بودیجې یوه برخه د نړیوالې ټولنې له مرستو څخه تمویلیږي.

د ۱۳۹۲ لمریز کال د بودجې طرح په د اسې حال کې مشرانو جرګې ته وړاندې کیږي چې دراپورونو له مخې ډيری حکومتي ادارو د روان کال له شل فیصدو څخه کمه پراختیايي بودیجه لګولې ده او له همدې امله پردوی سخت انتقادونه هم موجود دي.

راپور: محمدویس صمیم
XS
SM
MD
LG