د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۳

که رابرټ بیلز مجرم وپیژندل شي، اعدام به شي


ډیرو لویدیځو ورځپاڼو د هغه امریکایي عسکر د محاکمې په اړه لیکنې او مقالې خپرې کړي، چې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یي شپاړلس تنه عام وګړي وژلي وو.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه په دې اړه لیکي، امریکایي څارنوال د دې ډله ییزې وژنې د څیړنې په برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.

د ورځپاڼې په وینا د رابرټ بیلز په قضیه کې، چې د شپاړلسو افغانانو په وژنه تورن دې، شواهدو ته لاس رسۍ ستونزمن او کلیدي شاهدان نشته.

لاس انجلس ټایمز لیکي، کله، چې دغه امریکایي سرتیري نیمه شپه له خپلې پوځي اډې بهر ووت، نو ډیر افغانان په خواږه خوب ویده وو.

څه وخت وروسته د خبرداري غږ پورته شو او دا امریکایي سرتیرې بیرته اډې ته ستون شو او خپله وسله یي په ځمکه کیښودله.

د یو امریکایي چارواکي په وینا هغه څه، چې هغه شپه په کندهار کې پیښ شول په افغانستان کې د ډله ییزې وژنې تر ټولو ناوړه پیښه وه.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وړاندې وایي، چې تر اوسه په دې برخه کې تردیدونه شته، چې د دې سرتیري په خلاف دې محکمې ته د وړاندې کولو لپاره کافي شواهد ترلاسه شي.

خو که چیرې نوموړې مجرم وپیژندلې شي، په اعدام به محکوم شي.

تر اوسه بحثونه په دې اړه روان دي، چې رابرټ بیلز په پوځي محکمه کې محاکمه شي او که قضیه یی یوې ملکي محکمې ته وسپارلې شي.

د نوموړي محاکمه، چې دوه اونۍ دوام کوي، په ترڅ کې به یي له کندهاره د پیښې یو شمېر عیني شاهدان د ویډیو له لارې محکمې ته د سترګو لیدلې حال ووایي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې په ساختماني چارو د بهرنیو ځواکونو د وتلو اغیزې څیړلي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې د کابل-جلال اباد سړک، چې دواړو غاړو ته یي د افغان او ناټو ځواکونو تاسیسات او د دوی قراردادۍ کمپنۍ پراته دي، د ساختماني چارو د درنو ماشینونو په هدیرې د بدلیدو په حال کې دې.

ورځپاڼې وړاندې د یو ساختماني شرکت د مالک شفیق احمد صدیقي په حواله لیکلي، چې په تیرو دوو میاشتو کې د ده یو مشین هم چا په کرایی نه دې نیولې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا شفیق احمد صدیقي جرثقیلونه په کرایه ورکوي او دی د دغو جرثقیلونو دیرش بیلابیل ډولونه لري.

ورځپاڼې د صدیقي له خلې لیکلي، چې بهرنیان وځي او د دوی سرمایه په ډوبیدو دي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم په افغانستان کې د ساختماني چارو د رالویدو په اړه د شمیرې ورکول ګران دي، خو په دغه کاروبار کې ښکیل کسان وایی، چې د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو مسلې نه یوازې پوځي، بلکه د ساختماني چارو لګښتونه هم په عمومي ډول متاثره کړي دي.

د افغانستان د ساختماني چارو د اتحادیي اجراییوي مدیر غلام علي دانش کمال وایی، چې په ساختماني چارو کې دا کمښت د ۲۰۱۲ میلادي کال په لومړیو کې وروسته له هغې رامنځ ته شو، چې ۲۰۱۴ میلادي کال د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نیټې په توګه اعلان شو.

نیویارک ټایمز د کمال په حواله لیکي، چې په روان کال کې په ساختماني چارو کې د پانګونې کچه له دیرشو نه تر څلویښتو فیصدو پورې لویدلې ده.

خو په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړې ادارې مشروفیع اله افتخار وایی، چې حالاتو دومره هم خراب ندي، څومره، چې ویل کیږي.

د ورځپاڼې په وینا افتخار وایی، هیله مند دې، چې په نږدې راتلونکې کې به ساختماني چارې یو ځلې بیا زور واخلي او دا ځکه، چې دده په وینا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د زیربناو د بیارغونې لپاره د میلیارډونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې.
XS
SM
MD
LG