د هېواد جنوب چې له یو شمېر سیمو نه يې د ناامنیو راپورونه ډیر ورکول کیږي؛ د دوشنبې په ورځ یې د پنځو ولایتونو د ولایتي شوراګانو ګډه جرګه په دې نیت پرانستل شوه، چې پر خپلو ستونزو ګډ کار وکړي.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکي وايي؛ چې د دې ګډي جرګې د جوړولو هدف د جنوبي زون پر امنیتي، اقتصادي، ښې حکومتوالۍ او نورو چارو په ګډه کار کول دي.
د دې ادارې د پالیسۍ مرستیال فرید ماموندزي له نړیوالي ټولنې وغوښتل، چې په ټول هېواد کې له ولایتي شوراګانو سره مرسته او همکاري وکړي.
“بېله شکه په تیرو شپږو کلونو کې ولایتي شوراګانو ډېر کارونه کړي؛ ستونزې هم ډیرې لرو، په ډیرو ولایتونو کې دفترونه او موټرونه نه لرو، موږ تر خپله وسه همکاري ورسره کړې ده.
دلته بهرني دوستان حضور لري، پر دوی ږغ کوم، چې له ولایتي شوراګانو سره د په بیلا بیلو برخو کې مرسته وکړي؛ تر څو دوی د خلکو د ستونزو د حل لپاره په ډول کار وکړي.”
د ښاغلي ماموندزي د معلوماتو له مخې تر دې مخکې د افغانستان د غرب او شمال زونونو د ولایتي شوراګانو ګډې جرګې جوړې شوې دي.
دی وايي، په هیواد کې د ولسوالیو د شوراګانو د جوړولو په اړه یې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او نورو ادارو سره خبري روانې دي، چې په راتلوونکو څو کلونو کې به جوړې شي.
د جنوب زون په دې ګډه جرګه کې د کندهار، هلمند، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو د ولایتي شوراګانو استازي شامل دي.
د جنوبي زون د ولایتي شوراګانو د ګډې جرګې په اړه به په کابل کې دوې ورځي مشورتي سېمینار روان وي، خو تر دې مخکې تمه داسې وه، چې په کندهار کې دغه سېمینار جوړ شي، خو چارواکي وايي، شرایط ورته برابره نه وه.
د جنوبي ولایتونو د ولایتي شوراګانو غړي له دولت او نړیوالي ټولني غواړي، چې غوښتنو ته یې ډیر پام وکړي.
د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګیري ازادۍ راډیو ته په دې اړه وویل.
“مهمه دا ده، چې حکومت او نړیواله ټولنه د دې جرګې پرېکړو ته درناوی وکړي؛ مهمه خبره د برېښنا، اوبو، کرنې، ښوونې او روزنې او د لارو جوړولو ده، دا د جرګې مهمي غوښتني دي.
هغه وخت به ډیر خوشحاله یو، چې حکومت او نړیواله ټولنه یې عملي کولو ته کار وکړي.
د پنځو ولایتونو د استازو دا دوه ورځنی سېمینار باید په کندهار کې جوړ شوی وای، خو ځني حکومتي چارواکو چې دا له کندهار څخه کابل ته راوړی، د کندهار حق یې ورنه کړ او په دې سره د کندهار اعتبار ته تاوان ورسېد.”
په افغانستان کې ولایتي شورا ګانې تر ډیره د سیمه ییزو ادارو پر کارونو څار کوي، د ولس ږغ تر حکومته رسوي او سلا مشوري هم ورکوي؛ خو اجرایوي صلاحیتونه یې کم دي.
په تیرو څو کلونو کې د ولایتي شوراګانو د کارونو، مسوولیتونو او چارو په اړه قانون نه دی تصویب شوی، خو اوس د سیمه ییزو ارګانونو خپلواک اداره وايي، چې مسوده یې کابینې ته لیږلې او وروسته به ملي شورا ته د تصویب لپاره ولاړه شي.
په ځینو ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو غړي له سیمه ییزو چارواکو ګیله لري، چې پرېکړو او مشورو ته پام نه کوي او له دوی سره په همږغۍ کار نه کوي.
راپور: معصوم میوند