اروپایي ټولنې، د امریکا متحد ایالتونو او افغان ولسمشر د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نیټې د ټاکلو هرکلۍ وکړ.
د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر فضل احمد معنوي پرون په کابل کې اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ انتخابات به د دیارلس سوه درې نویم کال د وري په شپاړلسمه ترسره شي.
د افغانستان د ولسمشر د ویاند دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې حامد کرزي د امنیتي ځواکونو په ګډون ټولو دولتي ادارو ته امر کړی دی، چې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره دې د انتخاباتو له خپلواک کمسیون سره مرسته وکړي، څو ازاد، بې پرې او شفاف انتخابات ترسره شي.
بل لور ته په کابل کې د امریکا سفیر په یوه اعلامیه کې وویل چې د انتخاباتو اعلان شوې نیټه د افغانستان د اساسي قانون مطابق او د توکیو د دوه اړخیز احتساب د چوکاټ پر اساس یو مثبت ګام دی.
د امریکا سفیر همدا راز وویل، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون اعلان په دوه زره څوارلسم کال کې د باوري، ځانګړیو او شفافو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د افغانستان ژمنه ښیي.
د امریکا سفیر جیمز بي کنینګم همدا راز وایي، موږ په ځانګړي ډول د انتخاباتو د امنیت لپاره د افغانستان د امنیت د برخې د چارواکو ژمنو او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون دې وعدې هڅولې یوو چې په انتخاباتي بهیر کې به د افغان ښځو ګډون زیاتوي.
په افغانستان کې د اروپایي هیات رییس اوساکاس بیا د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون له لورې د ټولټاکنو د نیټې اعلان ته په اشارې وویل، دا د دې څرګندویي کوي چې افغان چارواکي له اساسي قانون سره سم خپل مسوولیتونه او د توکیو د احتساب د دوه اړخیز چوکاټ پر اساس سیاسي ژمنې سرته رسوي.
اوساکاس زیاته کړه چې اروپایي ټولنه د شفافو انتخاباتو ملاتړ کوي چې مشروع نتیجه ترې ترلاسه شي. د اوساکاس په باور انتخابات په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د رامنځته کیدو یو عامل دی.