د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۶

روسیه او فرانسه د افغانستان په اړه بحث کوي


ټاکل شوې، چې د روسیې او فرانسې د امنیت د همکارۍ د شورا غړي سبا په پاریس کې سره وګوري.

په دې شورا کې د دواړو هېوادونو د دفاع او د بهرنیو چارو وزیران شامل دي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي، چې د دواړو هېوادونو استازي به تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو د وتلو لپاره د همکاریو پر څرنګوالي او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي پر لارو خبرې وکړي.

د روسیې خبري اژانس انټرفاکس وايي، چې د روسیې او فرانسې استازي به همدا راز پر هغو ممکنو، ځانګړو شرایطو خبرې وکړي، چې پر اساس یې نړېوال ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیدلای شي.

د روسیې او فرانسې د امنیتي همکاریو د شورا استازي به سبا، په پاریس کې په دې غونډه کې د سوریې پر حالاتو او د ایران د اټمي پروګرام په اړه هم غور وکړي، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي:

(موږ تمه لرو، چې د ایران د اټمي پروګرام د لانجې د حل موندلو لپاره، د روسیې او فرانسې د دریځونو ریښتینې ارزونه وشي.)

اعلامیه وايي، چې دوي به د اروپا او په عمومي ډول د نړیوال امنیت لپاره د اروپايي اتحادیې او ناټو سره د روسیې د راتلونکو همکاریو په اړه هم بحث وکړي.

د روسیې خبري اژانس انټرفاکس وايي چې د فرانسې او روسیې د دفاع وزیران به هم سره وګوري.

دواړه لوري به د خپلو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي او د اقتصادي، سیاسي ، پوځي او فرهنګي همکاریو پر راتلونکې خبرې وکړي، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي:

(موږ باور لرو چې د دفاع وزیرانو او د فرانسې د جمهور ریس سره دا خبرې به د زموږ ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت پياوړی کړی. )

د روسیې او فرانسې ترمنځ د امنیتي همکاریو شورا لس کاله مخکې د دواړو هیوادونود جمهورو ریسانو په وړاندیز رامنځ ته شوه .

د دې شورا لومړۍ غونډه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې په پاریس کې شوې وه چې د دواړو هیوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو ګډون پکې کړی وو .

دا شورا په نوبتي ډول په پاریس او مسکو کې غونډې کوي.

فرانسه په افغانستان کې څه نا څه څلور زره عسکر لري چې د ناټو تر قومانده لاندې فعالیت کوي.

د ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې لږترلږه ۸۸ فرانسوي عسکر وژل شوي دي.

په افغانستان کې پر فرانسوي عسکرو یوه خونړۍ حمله څلور کاله وړاندې په سوربي کې وشوه چې لس فرانسوي عسکر پکې ووژل شول او لږترلږه ۲۱ تنه زخمیان شوي وو.
XS
SM
MD
LG