د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۲

افغانستان زموږ مصیبت لرونکې تېروتنه


هیرالد سکاتلنډ خپرونې د افغانستان د حالاتو په اړه یوه مقاله خپره کړې، چې عنوان يې دی(افغانستان زموږ مصیبت لرونکي تیروتنه)

خپرونه لیکي:

د مقالې لیکونکی تریوو رالي، چې پخوا په افغانستان کې د لویدیځ د مداخلې سخت سرې ملاتړی وو، په افغانستان کې تیره اونۍ د دوو بریتانوي سرتیرو له وژل کیدو وروسته خپل نظر بدل کړی دی .

نوموړی وايي:

په میمنه کې د اختر په لومړۍ ورځ په شوې ځان وژونکې حمله کې د لسګونو کسانو مړینې د هغه نظر نه دی بدل کړی ځکه دا د افغانستان د روانو حالاتو یوه بله ټکان ورکونکې پیښه ده.

د مقالې لیکوال چې په تیرو لسو کلونو کې يې د افغانستان په اړه زیاتې لیکنې کړي او څو ځله له بریتانوي ځواکونو سره افغانستان ته تللی دی وايي:

ما په ۲۰۰۸ کال کې لیکلي وو، چې موږ لا ګټونکي نه یو خو افغانستان مو لا بایللی هم نه دی.

خو د نوموړي په وینا اوس، چې بریتانيي او بریتانوي سرتیرو پورې اړه لري افغانستان د یوې بایلل شوې قضې بڼه غوره کړې ده.

تریو رالي په دې اړه، چې ولې د دو بریتانوي سرتیرو له وژل کیدو سره د هغه نظر بدل شوی، وايي:

کله چې دا بریتانوي سرتیري په نهر سراج ولسوالۍ کې په ګزمو وو له یوه افغان مسلح کس څخه يې چې ملکي جامې يې په تن وې د خطر احساس وکړ که څه هم چې دغه کس د لمانځه لپاره اودس کوه خو په هلمند کې له پیاده ګزمو سره تاوتریخوالي مل وي او له همدې امله پر هغه د تروریست ګمان وشو او هغه ووژل شو.

وروسته بیا د سیمې خلک راوتل څو معلومه کړي چې څه پیښ شوي او د خلکو په چغو او د ګډوډۍ په حالت کې دا دوه برتانوي سرتیري هم ووژل شوه.

د مقالې لیکوال لیکي: کله، چې له بریتانوي سرتیرو وو نو هغوي ټولو دا احساس کوه، چې د ښیګړې لپاره افغانستان ته ورغلي او د هغوي خدمت ګټور دی.

د تریوو رالي په وینا دا احساس هغه مهال حقیقت درلود کله چې سرتیري د افغان ځواکونو د روزنې او هغوي ته د مشورو ورکولو په هدف افغانستان ته تلل.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې جلال اباد کابل پر لویه لاره د هغو بې وزله تنکیو ماشومانو په اړه چې د لویو لاریو چلونکو ته اوبه او شربتونه پلوري،یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه د پیپسي هلکانو تر عنوان لاندې مقاله کې لیکي:

د کابل او جلال اباد تر منځ په لویه لاره په سخت او خطرناکې ترافیکي ګڼې ګوڼې کې دا هلکان ولاړ وي او هغو لاریو ته د لارښونو او اوبو پلورو له لارې دی یوې مړی ډوډۍ پیسې ګټي.

۱۲ کلن سمیع الله چې څهره يې د موټرو دودونو او خاورو لړلې او د بیس بال سره رنګه خوله يې پر سر ده نیویارک ټایمز ته ویلي :

هغه دا کار نه خوښوي خو مجبور دی چې دا وکړي او یو څو روپۍ لاسته راوړي.

سمیع الله په یوه تنګ موړ کې چیرته چې له تونل څخه په ډیر سرعت سره موټرونو راووځي، ولاړ ،لږ اخوا ترې نه درې سوځیدلې لارې اوښتې پرتې او موټرو ته لارښونه کوي ،ویلي : هغه په دې حالت کې هره شیبه د مرګ له خطر سره مخامخ دی.

نیویارک ټایمز لیکي د شربتو او پیپسي دا بوتلونه چې سمیع الله او د سرک پر غاړه ولاړ نورو ماشومانو سره دي ،د هغوی د غربت سمبول دی.

د مقالې لیکونکی وايي دا د لاریو چلونکو ته هم یو پیغام چې که په بیرته راتګ کې دې تنکیو هلکانو ته یو څو افغانۍ ورواچوي.

سمیع الله وايي که دا ماشومان نه وي نو هره به به پر دغې لارې ترافیکي پیښې رامنځته کیږي.

نیویارک ټایمز لیکي په افغانستان کې هر کس د جګړې له اقتصاد سره تړلی او له دې هیواد څخه ددې اقتصاد د مینځه تلو سره به لږ تر لږه پر لویو لارو د پیپسي او شربت پلورونکو ماشومانو لپاره یو مایوسه کونکي وضیعت رامنځته کړي.

ورځپاڼه وايي دا ددې یو مثال چې د څومره خلکو عاید او د یوه وخت ډوډۍ په افغانستان کې د امریکا پوځی حضور پورې تړلې ده.
XS
SM
MD
LG