د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۳

په فاریاب کې یو څلویښت تنه ووژل شول


ارشیف
ارشیف
د فاریاب د والي مرستیال وايي چې په میمنه کې نن ۴۱ تنه په چاودنه کې ووژل شول او تر شلو زیات ملکی کسان زخیمان شوي دي.

د فاریاب د والي مرستیال عبدالصمد بارز نن ازادي راډيو ته وویل چې په حمله کې زیات ملکي خلک وژل شوي دی.

ښاغلي بارز وویل : موږ تر اوسه ۴۱ تنه شهیدان لرو ، چې په هغه کې پولیس ، عامه نظم ، ملي اردو، ملي امنیت او ملکي خلک شامل دی. ۲۳ تنه پوځیان او ۳۴ ملکي کسان زخمیان دي.

په میمنه کې د ازادي راډیو خبریال چې د چاودنې پرمهال په سیمه کې وو ، وايي چې لس هاوو تنه یې لیدلې چې په لسګونو کسان یې لیدلي چې تر چاودنې وروسته په ماتوګوډو کې مړه او زخمي پراته وو.

چارواکو دا د حکومت د وسلوالو مخالفینو کار بللی دی . پرون سهار د فاریاب په پښتون کوټ پر ولسوالي طالبانو برید وکړ، دا ولسوالي یې د دوو ساعته په مخه ونیوله چې بیا د افغان ځواکونو په برید کې د فاریاب لپاره د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو او تر شو ډیر نور طالبان هم ووژل شول. طالبانو د خپل والي وژنه تایید کړه.
XS
SM
MD
LG