د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۰

روسیه غواړي چې د ناټو د ماموریت د اهدافو په اړه معلومات تر لاسه کړي


د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف
روسیه غواړي چې له لویدیځ ائتلاف سره د همکارۍ له دوام مخکې له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت د اهدافو په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

د افغانستان لپاره د کرېملېن خاص استازي ضمیرکابلوف له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې همداراز خبرداری ورکړی چې که د ناټو په مشرۍ نړیوال ائتلاف د ملګروملتونو له امنیت شورا څخه په افغانستان کې د پوځي ماموریت د دوام لپاره تایید وانخلي نو روسیه به له ناټو سره خپله همکاري بنده کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې روسیه په 2014 کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې د ناټو د پوځي قابلیتونو په اړه بشپړ وضاحت غواړي.

کابلوف ویلي، ناټو چې هرڅه وي یو پوځي تړون دی او که یو پوځي او سیاسي تړون زموږ له موافقې پرته، له داسې اهدافو سره چې موږ ته نامعلوم دي، د روسیې د قلمرو په ګاونډ کې راڅرګند شي نو دا به یوه لانجه وي.

کابلوف یادونه وکړه چې په افغانستان کې د روسیې د مرستو د دوام لپاره یوه نوې رسمي موافقه ضروري ده. ده وویل چې روسیه اوس مهال په افغانستان کې د ناټو له پوځي ماموریت سره د امنیت شورا د اوسنۍ موافقې پر بنسټ مرسته کوي او له دې وروسته به هم یوازې د داسې یوې موافقې په صورت کې چې د مسکو رایه پکې اخیستل شوې وي، خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې چې ناټو په 2014 کال کې د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري او په افغانستان کې د خپل محاربوي ماموریت بڼه په روزنیز او مشورتي ماموریت واوړوي. په ناټو کې د روسیې سرپرست سفیر تېره میاشت وویل، که امنیت شورا له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت په اړه یو پرېکړه لیک تصویب نکړي، نو مسکو به له ناټو سره همکاري بنده کړي.

په افغانستان کې د روسیې پخواني سفیر او اوسني ځانګړي استازي ضمیرکابلوف وویل چې امریکایان بېلابېلې خبرې کوي خو عموماً دا خبره کوي چې په افغانستان کې به د پوځي روزنې ماموریت ته دوام ورکړي خو وروسته بیا څرګندېږي چې دوی غواړي سپېشل فورس یا خاص ځواکونه او نورې محاربوي قواوې چې د اړتیا په صورت کې به په جګړو کې ښکېلېږي هلته وساتي نو ځکه کابلوف وویل چې روسیه د دوی د محاربوي ظرفیتونو په اړه بشپړ وضاحت غواړي، ځکه په سیمه کې د بهرنیو پوځي ځواکونو داسې یوه ځواکمنه شبکه ډېرې پوښتنې رااوچتوي.

ناټو تراوسه نه دي ویلي چې له 2014 کال وروسته به په افغانستان کې په کوم شمېر ځواکونه وساتي خو کابلوف وویل چې که ناټو په لږ شمېر ځواکونه پرېږدي، په افغانستان کې ثبات نشي راوستلای ځکه چې دا کار اوس د آیسف د لسګونه زره سرتېرو په حضور کې نشي کولای. کابلوف وویل، که د پاتې کېدو هدف ثبات راوستل نه وي بیا نو ناټو په افغانستان کې څه کوي. ده زیاته کړه، موږ دا پوښته کوو او واضح ځواب یې غواړو. ده وویل، فرض یې کړئ زرګونه پوځي روزونکي چې په افغانستان کې پاتې کېږي په خپلو اډو کې ناست دي او ناڅاپه تصور وکړئ چې طالبان برید پرې کوي دوی به څه وايي، وایي به چې پر موږ ډزې مه کوئ چې موږ پوځي روزونکي یو؟

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي وویل چې په افغانستان کې له ناټو سره د همکارۍ په اړه هره پرېکړه په ولسمشر ولادیمیرپوتین پورې اړه لري. ضمیرکابلوف زیاته کړه، مسکو چمتو دی چې د هوايي مدافعې د سیسټم په ګډون د کابل لپاره وسلې برابرې کړي. ده وویل، ناټو هم په افغانستان کې له هوايي ځواک پرته هېڅ نشي کولای نو ولې د افغانستان پوځ ته دا امکان نه ورکوي ځکه نن سبا د نړۍ عصري پوځونه له هوايي ځواک پرته هېڅ هم نه دي، خو کابلوف وویل چې په دې اړه هېڅ راز مفصلې خبرې نه دي شوي. کابلوف چې په مسکو کې د روسیې د بهرنیوچارو وزارت په ودانۍ کې له رویټرز خبري آژانس سره خبرې کولې زیاته کړه، روسیه له ناټو سره په دې خاطر همکاري نه کوي چې ناټو یې خوښېږي، بلکې د خپلو ګټو په خاطر ورسره همکاري کوي.
XS
SM
MD
LG