سپینه ماڼۍ وایی، چمتو ده، چې له ایران سره ددغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه مخامخ خبرې وکړي، خو تراوسه پورې پدې اړه کومه موافقه نده شوې.
سپینې ماڼۍ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا رپورټ رد کړ، چې وایی، د بارک اوباما ادارې له ایران سره ددغه هیواد د اټومي پروګرام پر سر له مخامخ خبرو سره موافقه کړې.
د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند تامی ویتور په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي، چې د امریکا متحده ایالات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دایمي غړو او جرمني سره ددې مسلې د حل په لارو چارو کار کوي.
ویتور په تکرار سره وویل، چې امریکا چمتو ده پدې مسلې د خبرو لپاره له ایران سره دوه په دوه کیني.
تر دې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یو رپورټ کې لیکلي، چې د لومړي ځل لپاره د امریکا متحده ایالاتو او ایران په اصولو کې دا موافقه کړې، چې په خپلو کې خبرو ته کیني.
په رپورټ کې دا هم ویل شوي وو، چې ایران پدې ټینګار کاوه، چې دا خبرې باید د امریکا د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته ترسره شي.
تمه ده، چې د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکې نومبر میاشتې په شپږمه نیټه ترسره شي.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د رپورټ له مخې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند دا خبره رد کړه او ویویل، چې امریکا او ایران داسې کومه موافقه نده کړې.
دا رپورټ پداسې حال کې خپریږي، چې د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوه رقیبان د دریم او وروستي ځل لپاره په خپله کې د مناظرې تیارې نیسي.
ټاکل شوې، چې د بارک اوباما او مټ رومني ترمنځ دا ټلویزیوني مناظره د دوشنبې په ورځ جوړه شي.
دا ځلې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د بحث اساسي مسله د امریکا بهرنې سیاست دې او تمه ده، چې پکې د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم بحث وشي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي دي، چې پرې به نږدي، چې ایران د اټومي وسلې څښتن شي.
د اسوشټیډ اژانس د رپورټ له مخې بارک اوباما هیله مند دې، چې د خبرو ترڅنګ بندیزونه به له دې سره مرسته وکړي، چې د یورانیمو له بډاینې څخه لاس په سر شي.
په ورته وخت کې اسراییلو خبردارې ورکړې، که ایران د یورانیمو له بډاینې لاس په سر نشي، نو ددغه هیواد په اټومي تاسیساتو به حمله وکړي.
لویدیځ هیوادونه ویره څرګندوي، چې ایران په پټه د اټومي وسلې د جوړولو هڅه کوي، خو ایران دا اندیښنې رد کړي او ویلي دي، چې اټومي فعالیتونه یی د سوله ایزو اهدافو لپاره دي.