د رپوټونو له مخې د هغو کسانو د نومونو لست د کانونو وزارت له خوا د ولسمشر کرزي د پنځه څلویښتمې مادې فرمان له مخې چمتو شوی، چې په غیر قانوني توګه د کانونو په استخراجولو کې لاس لري.
که څه هم د جمهوري ریاست د چارو د ادارې چارواکو ویلي، د کانونو وزارت ته لارښوونه شوې، چې په یوې اونۍ کې د دې کسانو نومو له رسنیو سره شریک شي، خو د لس ورځو په تیریدو سره هم د کانونو وزارت له رسنیو سره د دې لست د جزیاتو له شریکولو ډډه کوي.
د کانونو د وزارت ویاند جواد عمر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې لست په هکله وویل، پوره معلومات یې په اړه نه لري.
هغه ومنله، چې په غیر قانوني توګه د کانونو د استخراجوونکو لست چمتو شوی دی او د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته هم سپارل شوی.
"له پخوا نه هغه کسان، چې له قوي سیاسي ملاتړ نه برخمن دي او ان داسې کسان دي، چې ښایي په پارلمان کې هم وي او له دوي سره تړلي کسان وي په بدخشان کې د کانونو په استخراجولو کې لاس لري.
له بده مرغه، چې د لاجوردو کانونه د استفادې وړ نه دي د دې لپاره، چې هلته کانونه د زورواکانو له خوا په غیر قانوني توګه استخراجیږي."
حکومت اوس دا کانونه د خصوصي سکتور له لوري داواطلبۍ ته ږدي، چې دا یو ښه کار دی او خلکو ته پکې د کار زمینه هم مساعدیږي، خو زه فکر کوم چې اوس ډیره ناوخته ده او ډیر کانونه په غیر قانوني توګه استخراج شوي دي.
خو څه موده مخکې د کانونو وزیر وحیدالله شهراني آزادۍ راډیو ته ویلي وو چې د څه باندې یو سلو دیرش هغو کسانو لست یې چمتو کړی چې په غیر قانوني توګه د کانونو په استخراجولو کې لاس لري او په وینا یې ډیر ژر به اعلان شي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایي چې حکومت د کانونو د استخراجولو په برخه کې سمه طرح نلري، دوی وایي چې له ډیر مخکې نه تر اوسه یو شمیر زورواکان او هغه کسان چې قوي سیاسي نفوذ لري په غیر قانوني توګه کانونه استخراجوي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې فوزیه کوفي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې ولایت کې د لاجوردو ځینې کان له دې امله د کارولو وړ نه دي، چې په غیر قانوني او غیر مسلکي توګه استخراجیږي:
"د کانونو وزارت په ټاکلي وخت کې دا لست جوړ کړ او د جمهوري ریاست د چارو ادارې ریاست ته یې په ټاکلي وخت ولیږه.
تر اوسه دا لست ما ته نه دی رسیدلی نو ځکه نشم کولی چې د هغه په جزیاتو خبرې وکړم او زه ددې لست په هکله پوره معلومات هم نلرم خو دومره پوهیږم چې د چارو ادارې ته لیږل شوی دی."
د رپوټونو له مخې افغان حکومت تل د هغو زورواکانو د نومونو له افشا کولو ډډه کوي چې د ځمکو په غصب، اداري فساد او په غیر قانوني توګه د کانونو په استخراجولو کې لاس لري.
یو شمېر کتونکي په دې اند دي، چې د حکومت دا ډول عمل په حکومت کې د دې کسانو د سیاسي نفوذ ښکارندويي کوي.
راپور- جمیله ظریف