د ولسي جرګې یو شمېر غړيو د دې جرګې په غونډه کې د اضطراري حالاتو د کمیټې د مشر او د ولسمشر کرزي د دوهم مرستیال د نه ګډون په اعتراض له کریم خلیلي نه وغوښتل، چې د دې کمیټې مشري پریږدي.
یو شمېر وکیلانو د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې عمومي غونډه له دې امله تحریم کړه، چې د بیړنیو پیښو د کمیټې مشر کریم خلیلي د ژمي لپاره د دې کمیټې د تیاريو په هکله د ځواب ورکولو لپاره دې غونډې ته حاضر نشو.
د ولسي جرګې غړي حمید الله توخي او زهرا زابلۍ وایي، که د ولسمشر کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي په دې برخه کې خپل مسوولیت نشي ادا کولی نو باید له دې دندې استعفا ورکړي.
مخکې تر دې هم په ولسي جرګه کې د کریم خلیلي د نه ګډون له امله وکیلانو سخت غبرګونونه ښودلي وو.
هغو شاوخوا دوه کاله مخکې هم د اضطراري حالاتو د کمیټې له مشري نه د کریم خلیلي د استعفا ورکولو غوښتنه کړې وه.
هغه مهال په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ویلي وو، چې ولسي جرګې ته د ولسمشر د مرستیالانو غوښتنه د هېواد د اساسي قانون پر خلاف عمل دی.
خو وکیلان وایي، چې نن دوی کریم خلیلي د ولسمشر د مرستیال په توګه نه بلکې د بیړنیو حالاتو د کمیټې د مشر په توګه د ځواب ورکولو په هدف راغوښتی وو.
د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې غونډې ته د اضطراري حالاتو د کمیټې مرستیال، د فواید عامې، کډوالو چارو، کرنې، عامې روغتیا وزیران او د یو شمیر نورو اړوندو ادارو چارواکي راتلونکي ژمي ته د تیاریو نیولو په هدف راغوښتل شوي وو.
د وکیلانو یو بل انتقاد دا وو، چې ولې دې کمیټې د هېواد جنوبي ولایتونو ته د ژمي لپاره خوراکي او نور ژمني مواد نه دي استولي.
د بیړنیو حالاتو د کمیټې مشر او غړي په داسې حال کې د ولسي جرګې عمومي غونډې ته ورغوښتل شوی وو، چې افغانستان په ژمي کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ کیږي او ځینو سیمو ته د ډیرې واورې د وریدو له امله لارې بندیږي.
که هم څه هم افغان حکومت وایي چې ټولو ولایتونو ته یې د پام وړ مرستې رسولي خو خلک وایي چې باید دا مرستې لا ډیرې شي او یو ځل بیا د تیرو ژمو ستونزې او ناخوالي په ځینو لرو پرتو سیمو کې تکرار نشي.