د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۹

په روسیه کې د عامه نظم ګډوډونکو دوسيي بشپړې شوي


په روسیه کې څارنوالان وايي، چې د هغو اولسو تنو دوسیې د بشپړیدو په حال کې دي، چې د عامه نظم د ګډوډولو ادعا ورباندې شوې ده.

دا هغه کسان دي، چې د مې د میاشتې په شپږمه نیټه یې د مسکو ښار له ډيرو نورو اوسیدونکو سره په ګډه د پوتین د بیا ټاکل کیدو په ضد لاریون وکړ.

څارنوالانو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د دې کسانو له جملې یو تن، میخایل کوستینکو باید د رواني ناروغیو د درملنې په روغتون کې بستر شي.

څارنوالانو دا هم وویل، چې په دوي کې یو تن، چې د پولیسو د افسر د توهینولو اقرار یې کړی، د تړلو دروازو شاته محاکمه کیږي.

پر یو شمېر اعتراض کونکو تر لس کالو زیات بند حکم شوی دی.

که چیرې روسي څارنوالانو لار پيدا کړې وای میخایل کوستینکو به ډير مخکې د رواني ناروغانو لپاره په ځانګړي روغتون کې بستر شوی وای.

د روسیې د څیړنو کمیټې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د میخایل کوستینکو دوسیه بشپړه شوې او د لوی څارنوال د دفتر څخه یې غوښتنه کړې، چې هغه د جبري درملنې لپاره د رواني ناروغیو روغتون ته واستول شي.

میخایل کوستینکو او شپاړلس تنه نور روسان د مې د میاشتې په شپږمه نیټه په مسکو کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د عامه نظم د خرابولو او پولیسو ته د سپکاوي په تور ونیول شول.

په دوي کې د یوه تن، چې پولیسو ته د سپکاوي په جرم یې اعتراف کړی، دوسیه بشپړه شوې او څارنوالان وايي، چې د نورو دوسېي د بشپړیدو په حال کې دي، چې رسمي ډول به یې د جرم اعلان وشي.

یو شمېر مدافع وکیلان او د بشري حقونو د ملاتړ ډلې وايي، چې د نیول شویو کسانو په ضد د داسې حکمونو په لیدو، چې ځيني یې ان تر لس کلونو زندان پورې رسیږي، حیران دي.

په ځانګړي ډول، د میخایل کوستینکو په ضد، چې د پوځي خدمت په دوره کې یې رواني ضربه لیدلې او له رواني ناکرارۍ څخه کړیږي، وروستي حکم د یو شمېر خلکو غصه پارولې ده.

د عامه حکم بنیاد (Public Verdict Foundation) په نوم د یوې غیر حکومتي ادارې مشره ناتالي تاوبینا وايي، چې د دوي وکیلان د کوسینکو وکالت کوي.

دا وايي، چې میخایل کوستینکو ځوان دی او لکه څرنګه چې ادعا شوې، عامه نظم ته هیڅ ګواښ نه متوجه کوي نودرواني ناروغانو روغتون ته د هغه د استولو هیڅ اړتیا نشته،دې وویل:

"هغه لس کاله تر څارنې لاندې تیر کړی او هیڅ کله هم د ټولنې لپاره ګواښ نه وو. هغه تل خپله دوا په منظم ډول خوړلې ده او په دوو اونیو کې یو وار ډاکټر ته ورغلی. همدا کافي ده."

ناتالي تاوبینا وايي، چې د توقیف په لږ تر لږه دریو میاشتو کې میخایل کوستینکو ته په وخت دوا او نور روغتیايي خدمات نه دي رسیدلي.

د روان کال د مې د میاشتې په شپږمه نیټه په مسکو کې د ولسمشر پوتین د بیا ټاکل کیدو پر ضد اعتراضي لاریون کې د پولیسو سره تر نښتو وروسته لږترلږه ۴۰۰ تنه ونیول شول.
XS
SM
MD
LG