د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۱

بریتانیا په ایران کې د سیاسي مشرتابه د بدلون هڅه نه کوي


اروپايي ټولنې د ایران له خوا د اټومي وسلو د جوړولو د پروګرام د درولو په هدف پر تهران نوي بندیزونه وضعه کړل.

د بریتانې د بهرنیو چارو وزیر ولیم هیګ تیره ورځ د ازادې اروپا له ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، دا بندیزونه د اټومي وسلو له جوړولو څخه د ایران د منع کولو په هدف دي نه دا چې لویدیځه نړۍ غواړي د دغه هېواد سیاسي مشرتابه بدل کړي.

د نوموړي په وینا بریتانیه به د هرې هغې پریکړې، چې د ایران خلک يې په راتلونکې کې د یوې ډیموکراټه پروسې له لارې وکړي، درناوی ولري.

ولیم هیګ هیله څرګنده کړه، چې پر ایران نوي بندیزونه به د دغه هېواد حکومت دې ته اړ کړي، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو میز ته کښیني:

"دا بندیزونه سخت دي. لوی اغیز لري، خو موږ ضمانت نه شو کولای، چې دا به د ایران د حکومت تګ لاره بدله کړي، خو د نورو هر ډول ګامونو په مقایسه د بندیزونو لګول غوره اقدام دی.

موږ غواړو د شخړې مخه ونیسو او سوله ییزو خبرو اترو ته وګرځو.

موږ، چې هر وخت بندیزونه لګوو په عین حال کې د با اعتباره خبرو اترو پیشنهاد هم کوو."


د اروپايي ټولنې د نویو بندیزونو پر اساس، چې تیره ورځ د دې اتحاديي د بهرنیو چارو وزیرانو په لوکسمبورګ کې منظور کړه، اروپايي هېوادونو ته د ایران د ګاز واردات او ایران ته د فولادو او المونیم صادرات بندیږي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو دغه راز پریکړه وکړه، چې د اروپايي شرکتونو او اشخاصو پورې اړوندو کشتیو ته به هم اجازه نه وي، چې د ایران پیتروشیمي مواد انتقال کړي او یا يې له ځانه سره وساتي.

دغه راز د ایراني او اروپايي بانکونو ترمنځ د پانګو په انتقال، چې کیدای شي د ایران د میزایلو او یا اټومي وسلو جوړولو د پروګرام لپاره ترې ګټه واخیستل شي هم بندیز لګول شوی دی.

د بریتانېې د بهرنیو چارو وزیر وویل، اروپايي ټولنه هڅه کوي، چې دا بندیزونه د ایران پر خلکو کوم ډول اغیز ونه کړي، خو نوموړي دا احتمال رد نه کړ.

ویلیم هیګ وویل، د ایران په اړه، چې کوم دریځ اسراییل غوره کړې بریتانیه د هغې پیروي نه کوي.

ولیم هیګ وویل، موږ د ایران لپاره کومه سره کرښه او یا کوم مهالویش نه ټاکو بلکه وایو، چې دا بحران بیړنی حل ته اړتیا لري.
XS
SM
MD
LG