د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د نوبل د سولې سږنۍ جایزه اروپايي ټولنې ته ورکړل شوه




په ناروې کې د نوبل د کمیټې مشر "توربیورن یاګلاند"Thorbjorn Jaglan د جمعې په ورځ په مرکز اوسلو کې اعلان وکړ؛ چې د سولې سږنۍ د نوبل جایزه اروپايي ټولنې ته ورکول کېږي:

"اروپايي ټولنې او مخکښانو یې په تېرو شپږو لسیزوکې په اروپا کې د سولې او پخلاینې، ډيموکراسۍ او بشري حقونو په پرمختګ کې ډېر څه ترسره کړي دي."

اروپايي ټولنه دا جایزه په داسې حال کې اخلي، چې د خپل تاریخ له تر ټولو ستر مالي بحران سره لاس ګرېوان ده او حتی ځینې غړي یې په اقتصادي نزول کې ډوب دي.

په ناروې کې د نوبل کمیټې په یوه بیان کې هیله ښودلې؛ چې په داسې حال کې چې اروپا له سختو اقتصادي ستونزو او د پام وړ ټولنیزو ناامنیو سره مخامخ ده، د اقتصادي ثبات د راوستو پر طرح به، چې اروپايي ټولنه یې عملي کول غواړي تمرکز وشي.

د اروپايي ټولنې مشر "هېرمان وان رمپوې" وویل؛ چې د نوبل د سولې جایزې ورکول په تاریخ کې د سولې د یوه ډېر ستر لوبغاړي په توګه د اروپايي ټولنې د رسمیت پېژندنې په معنا ده او د اروپایي پارلمان مشر "مارټین شولټز" وویل؛ چې اروپايي ټولنه، له بالکانه تر قفقازه د ډیموکراسۍ او پخلاینې د یوازیني څراغ حیثیت لري.

له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې د اروپايي کمیسیون ویاندې "پیااهرن کیلدې هانسن" Ahrenkilde Hanson Pia دا جایزه د سولې د ټینګښت په برخه کې د اروپایي ټولنې د هڅو ستاینه وبلله:

"دا ډېره ښایسته شېبه ده، چې په داسې حال کې چې د اروپایي ټولنې پر وړاندې پراخې ستونزې پرتې دي، دا اقرار او په رسمیت پېژندنه کېږي؛ چې موږ د سولې د هغې پروژې حیثیت لرو؛ چې نړۍ ته الهام بخښونکې ده او دا چې کولای شو؛ نړۍ ته د امېد یو پیغام ورکړو."

په ناروې کې د نوبل کمیټې ویلي، چې اروپايي ټولنې اروپا د جګړې له وچې څخه د سولې په وچه بدله کړه. کمیټې په دې ترڅ کې د هغو هڅو یادونه کړې ده؛ چې اروپايي ټولنې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د فرانسې او جرمني د پخلاینې په برخه کې وکړې او دا د هغو دوو هېوادونو ترمنځ سوله وه؛ چې د اویا کلونو په اوږدو کې یې درې ځلې له یوبل سره جګړې کړې وې.

نوبل کمیټې په 80 مه لسیزه کې په اسپانیا، پرتګال او یونان کې د استبدادي رژیمونو له ړنګېدو وروسته په دې هېوادونو کې د حقوقي شخصیتونو په جوړولو او په ۱۹۸۹ کال کې د برلین دېوال له نړېدو وروسته د ختیځې اروپا په پخوانیو کمونیستي هېوادونو کې د ثبات په پراختیا کې د اروپايي ټولنې د مرستې او ونډې ستاینه هم کړې ده.
XS
SM
MD
LG