د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ملالۍ یوسفزۍ پر ټپي کیدو خپګان څرګند کړی دی او امریکایي ځواکونو ویلې دي چې دوی دې ته چمتو دی چې دغه څوارلس کلنه نجلۍ چې طالبانو په سوات کې ټپي کړې ده د درملنې لپاره بهر ته انتقال کړي.
د نجونو د زده کړو هڅونکې ملالۍ یوسفزۍ چې طالبانو ویشتې ده، لا هم د مرګ له خطره نه ده ژغورل شوې. د پنجشنبې په ورځ دا له پیښوره راولپنډۍ ته یووړل شوه.
د امریکا ولسمشر پر څوارلس کلنې ملالۍ شوی برید خواشینونکی وباله او د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون دې برید غصه کړی دی او د دې نجلۍ کورنۍ ته یې د خپلې خواخوږۍ او ملاتړ پیغام استولی دی.
د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند میا افتخار حسین د ازادي راډيو مشال څانګې ته د ملالۍ د پیښې په اړه وویل:
« نن چې د ټولې دنیا خلک له ملالۍ سره مینه کوي، دا مینه د ترهګرو پر مخ څپیړه ده»
پر ملالۍ د سې شنبې په ورځ طالبانو د سوات په مرکز مینګوره کې ډزې وکړې او د دې ترڅنګ یې دوې نورې زده کوونکې هم ټپي کړې. په مینګوره کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت دوه کاله ملالۍ د زده کړو لپاره مبارزه کوله.
د چهارشنبې په ورځ د پیښور په پوځي روغتون کې وروسته له درې ساعته عملیاته ډاکټرانو د ملالۍ له اوږدې ګولۍ راوایسته، خو دا له عملیاته وروسته له کوما ونه وتله.
د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل چې امریکایي ځواکونه دې ته چمتو دي چې د ملالۍ د درملنې لپاره هغې ته الوتکه واستوي او بهر ته یې د درملنې لپاره یوسي. جي کارني زیاته کړه چې ولسمشر اوباما پر ملالۍ شوی برید غندلی دی او هغه یې له خواشینۍ ډک عمل بللی دی.
د سپینۍ ماڼۍ د ویاند په وینا له ماشومانو سره زور زیاتی یو وحشي کار دی او د بې غیرتو کار دی. جي کارني بیا وویل چې ولسمشر اوباما څرګنده کړه چې د ملالۍ او د هغې د دوو ټولګي والو پر ټپي کیدو له زړه دردیدلی دی.