په داسې حال کې، چې ناټو په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته خپل مشورتي او روزنیز ماموریت منظور کړ، ځینې کتوونکي وايي، له پولۍ اخوا د وسلوالو مخالفینو د اصلي روزن ځاینونو په له منځه وړلو کې پاتې راتلل په تیرو یولسو کلونو کې د ناټو د پوځۍ ماموریت تر ټولو لویه کمزوري وه.
دوی وايي، د ډیورڼد له کرښې اخوا د پاکستان په خاوره کې د وسلوالو مخالفینو خوندي پټن ځلیونه او روزن ځایونه د دې سبب شول، چې په افغانستان کې دوی پیاوړي شي او جګړې ته دوام ورکړي.
د پوځي چارو کارپوه جنرال نورالحق علومي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې په راتلونکو څو کلونو کې چې ناټو په افغانستان کې جنګي ماموریت لري باید ددغو مرکزونو له منځه وړلو او د افغان ځواکونو تجهیز او تقویې ته پاملرنه ډیره کړي:
"دا خود کفا کیدل یواځې په مشورو ورکولو او د روزونکو په لیږلو سره بسنه نه کوي، که چیرې اوس غوښتنه وشي، چې هوايي ځواک ته اړتیالرو،توغندي او رادار ته ضرورت لرو باید دې مسلې ته زیات پام وشي،ناټو کولای شي د نړیوالې ټولنې په اسمبلۍ کې زموږ په ګاونډیانو باندې چې تروریستي مرکزونه لري فشار راوړي،د اقتصادي،سیاسي او پوځي فشارونو په راوړلوسره له هغوی نه دا تضمین واخلي چې په سیمه کې وضعیت ګډ وډ نکړي."
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناټو ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.
د ناټو غړیو هېوادونو د فاع وزیرانو د چهار شنبې په ورځ په بروکسل کې غونډه وکړه او له ۲۰۱۴ کال نه وروسته یې هم په افغانستان کې خپل روزنیز او مشورتي ماموریت منظور کړ.
په همدې حال کې یو شمیر امنیتي کارپوهان سره له دې چې دا مني، چې په وروستیو لسو کلونو کې ناټو په افغانستان له تروریزم سره په مبارزه کې نه ده بریالۍ شوې خو وايي،په افغانستان د نړیوال ایتلاف حضور په بیلابیلو برخوکې د پرمختګ لامل شوی.
یو تن کارپوه جنرال عبدالهادي خالد وايي:
"که چیرې لس کاله مخکې له نن سره پرتله کړو په افغانستان کې ډير بدلون راغلی، افغانستان تقریبا بیرته ټول شوی،د دولت خاوند شوی، د دولت سیستمونو دولسوالیوپه سطحه پراختیا موندلې،په پولو کې اوس زمونږ خپل سرتیري ولاړ دي،اوس معارف لرو چې د پرمختګ پرلور دی،افغانستان په سیمه کې یو مطرح هیواد دی، دا د ترور سره په مبارزه کې د ناټو او نړیوال ایتلاف لاسته راوړنه ده."
ناټو اعلان کړی، چې په افغانستان کې به خپل ماموریت نیمګړی پرې نږدي.
د راپورونو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د ۶۸ زرو په شاوخواکې امریکايي سرتیري او نږدې ۴۰ زره سرتیري له نورو هیوادونوڅخه د ناټو په اډانه کې حضورلري.
داسې اندیښنې شته چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په وتلوسره به په دغه هیواد کې وضعیت بدل شي.
خو د ناټو عمومي منشي اندراس فوګ راسموسن د ناټو په وروستۍ غونډه کې ډاډ ورکړ چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو په وتلوسره به په دغه هیواد کې امنیتي خلا رامنځته نشي.