د راپورونو له مخې داسې معلومیږي، چې په وروستیو کې د افغان حکومت په ځانګړي ډول ارګ ماڼۍ انتقادونه د امریکا پر متحده ایالاتونو ډیر شوي.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز وايي، چې په اوسنیو حالاتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انتقادونونو دوام به د دې پر ځای چې د دې هېواد ستونزې حل کړي لا به یې ډیرې کړي.
د دې مرکز مرستیال احمد الله نوید د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، که څه هم د افغانستان په اړه بحثونه او خبرې کول د افغان ولسمشر حامد کرزي له صلاحیتونو څخه دي، خو دی وايي، د دغو جنجالي خبرو دوام د افغانستان په ګټه نه دی:
“څنګه چې نړېواله ټولنه د افغانستان د ملي بودیجې یوه لویه برخه ورکوي، د ستونزو د حل یوه برخه او د افغانستان امنیت هم دوی ټینګوي او همدارنګه افغان حکومت هم په دې دلیل، چې یو قانوني، مشروع او انتخابي حکومت دی، بېلابېلا نظرونه او وړاندیزونه لري.
زه فکر کوم، چې دغه د نظرونو اختلافات به د پروګرامونو پر سټراټیژیو بد اغیز وکړي.”
بل خوا د افغانستان د مدني ټولني د همږغۍ جرګه پر نړېوالي ټولنې په ځانګړي ډول امریکا باندې د افغان حکومت انتقادي څرګندونې پر ځای نه بولي.
د دې جرګې ویاند حیات الله حیات له افغان حکومت او امریکا څخه غواړي، چې له زغم څخه کار واخلي، تر څو په دې هېواد کې د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنې تر خاورو لاندې نه شي.
ښاغلی حیات وايي، که حالات خرابیږي نو اصلي قرباني به افغان ولس ورکوي:
"کومې خبرې چې ولسمشر کرزي د امریکا په اړه وکړې، یو څه تیزې وې او باید له زغمه کار واخیستل شي څو لس کلنې راوړنې مو تر خاورو لاندې نشي."
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز او د مدني ټولني د همږغۍ جرګه له افغان حکومت او نړېوالې ټولنې څخه غواړي، چې د موجودو ستونزو د حل لپاره دې په ګډه کار وکړي.
د امریکا او افغانستان ترمنځ د انتقادونو مسئله اکثرو عامو افغانانو ته هم یوه جدي مسئله ده.
د کابل ځینې اوسیدونکې فکر کوي، چې له دغو اختلافاتو نه تر ډیره د افغانستان ګاونډی هېوادونه په خاصه توګه ایران او پاکستان ګټه پورته کوي.
افغان ولسمشر حامد کرزي د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې پر امریکا انتقاد وکړ، چې له افغانستانه دباندي د ترهګرو د ځالو ختمولو ته یې پام نه دی کړی.
ښاغلي کرزي پر امریکا دا انتقاد هم وکړ، چې افغان ځواکونه یې په وسلو نه دي سمبال کړي او لویدیځ یې تورن کړ، چې د رسنیو له لاري د افغانستان پر ضد تبلیغات کوي.
افغان حکومت همداراز د سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه د بحران د نړیوالې ډلې وروستي راپور ته په اشارې سره وویل، امریکا هڅه کوي په دارنګه تبلیغاتو سره پر افغانستان فشار راولي، تر څو په خپله خوښه د امنیتي همکاریو تړون ورسره لاسلیک کړي.
خو د امریکا د دفاع وزیر لېون پنیټا په وروستیو کې وویل، چې افغان ولسمشر باید د انتقادونو پر ځای له ترهګرۍ سره د مبارزې په لار کې د نړیوالو ځواکونو قربانۍ ته په ښه سترګه وګوري.
معصوم میوند- کابل