دوو نړېوالو ډلو د افغانستان د امنيتي او سياسي وضعيت په اړه له انديښنو ډکې څرګندونې کړې دي، خو افغان حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي او وايې، چې وضعيت به له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو تر وتلو وروسته خراب نه شي.
د نړېوال بحران ډله څرګندوي، چې له افغانستانه به د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعيت داسې خراب شي، چې د کابل حکومت به نور واکمن نه وي.
په کابل کې بيا د سره صليب د دفتر مسوول په دې باور دي، چې شخړې په افغانستان کې اوس لا زياتې شوې دي او ملکيان تر سخت فشار لاندې دي.
د سره صليب د دفتر مسوول ريټو سټوکر، چې د کار موده يې پای ته رسيدلې ده وايي، کله چې په دوه زره پنځم کال کې ده په افغانستان کې کار پيل کړ د هغه وخت په تناسب نن سبا خپل سره وسله والې ډلې زياتې شوې دي او ډير کله دوي له عادي خلکو اوريدلې دي، چې يوه ډله د شپې په مخه د دوي کورونو ته ورځي ډوډۍ پرې خوري او بيا په سهار بله ډله دوي ملامتوي چې ولې مو له دښمنانو سره مرسته کړې ده.
د سره صليب مسوول په کابل کې خبريالانو ته دا هم وويل، چې ډيرې داسې سيمې شته، چې هلته بايد مرستې وشي، خو د بې امنيو له امله نه شي ورتلای.
د نړېوال بحران ډله بيا افغان ولسمشر تورنوي، چې د افغانستان تر ثبات خپل واک ته اهميت ورکوي.
دغې ډلې د دوشنبې په ورځ په خپل خپاره کړي رپوټ کې څرګنده کړه، چې په داسې شرايطو کې د ازادو انتخاباتو او په ارامي سره د واک د انتقال چانس کمزوري کيږي.
د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د نړېوال بحران پر نړېوالې ادارې تور پورې کړ، چې د سياسي هدف له مخې يې د افغانستان راتلونکي وضعيت خراب انځور کړي دي:
"دغه ډول تحقيقاتي موسسې، چې په نامه تحقيقاتي موسسې دي، خو دوي د ځينو استخباراتي ادارو څانګې دي او د ځينو خاصو اهدافو لپاره په ځانګړيو وختو کې ځانګړي رپوټونه خپروي، نو د دوي دغه خپور شوي رپوټ هم سياسي رپوټ دي، هدف يې هم دا دي چې بهرني هېوادونه د افغانستان د جمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کې مداخله وکړي."
د نړېوال بحران په رپوټ کې دا هم ويل شوې دي، چې د بېلابېلو خپل سره ډلو او اداري فساد له امله افغانستان لا له دې مرحلې لرې دي چې په دوه زره څوارلسم کال کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د خپل امنيت مسووليت په غاړه واخلي. په رپوټ کې وړاندې ليکل شوې دي چې د امنيتي واک انتقال، د ولسمشرۍ انتخابات او له ولسمشر کرزي څخه بل کس ته د سياسي واک سپارل ټول هغه مسايل دي چې تطبيق يې اسانه نه دي.
د ولسمشر حامد کرزي پخواني وياند وحيد عمر بيا تر انتخاباتو پورې وخت مهم ګڼي، وحيد عمر وايي د اوسني نظام مسووليت دروند دی، بايد شفافو انتخاباتو ته زمينه سمه برابره کړي کنه ستونزې به زياتې شي:
"زه په دې کاملا مطمين يم، چې د افغانستان د دوه زره څوارلسم انتخابات دا تعين کوونکي نقش لري، په دې کې ايا افغانستان د سياسي ثبات لور ته ځي او يا هم افغانستان د سياسي بې ثباتۍ خوا ته ځي، خو اوس چې کومې تياريانې انتخاباتو ته نيول شوې دي او يا څه ډول چې د انتخاباتو بحث مطرح دي دا متاسفانه ډير اميدوار کننده نه دي."
وحيد عمر زياتوي که چيرته ولسمشر حامد کرزي يوه لاره جوړه کړي او ټينګار وکړي، چې په واک کې پاتې شي، نو افغانستان به د سياسي بې ثباتۍ لور ته روان شي.
د افغانستان لپاره د نړېوال بحران يوه جګپوړي مسوول کنډيس رانډيوکس بيا په يوه بيان کې وضعيت نور هم پيچلي انځور کړي دي، دی وايي، له افغانستانه د ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته جدي ويره شته چې د کابل رژيم سقوط وکړي.