د اسیا الیټ کپ د سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بهوټان لوبډلې ته په اتو ویکټونو ماټه ورکړه.
له دې بریا سره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې وکړای شول؛ چې د دغه جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
په نننۍ لوبه کې بوټان لومړی بېټنګ یا توپ وهنې ته ودرید، چې د په ۳۷ اوورونو کې يې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۰۷ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې افغان ټیم ټاکل شوی هدف په ۱۳ اوورونو د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
افغانستان مخکې له دې عمان، مالیزیا او مالدیف ته هم ماتې ورکړي دي.
د الیټ کپ په سیالیو لس اسیايي لوبډلې سیالۍ کوي، چې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کیږي او سږنۍ سیالۍ د روان کال د اکتوبر میاشت په ۳ مه په عربي اماراتو کې پیل شوې، چې د روان کال د اکتوبر په ۱۲ مې به پای ته ورسیږي.