د اوبو او برېښنا وزير اسمعيل خان پکتيا ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د مچلغو بند له پرانيستې ورسته به دې ولايت ته د انتقالي برېښنا د پروژې په اړه هم غوڅ تصميم نيسي.
د اوبو او برېښنا وزير محمد اسمعيل خان د لومړي ځل له پاره پکتيا ته سفر وکړ او د سفر په ترڅ کې يې د مچلغو بند د پرانيستې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په راتلونکو څو مياشتو کې به پکتيا ته د انتقالي برېښنا د راوستو په اړه هم غوڅ تصميم نيسي.
د مچلغو بند د پروژې سرته رسېدو له پاره نږدې ۳۵ ميلیونه امريکايي ډالر د اسيايي بانک له خوا ځانګړي شوي، چې د وزير په خبره دوه فيصده يې د دې پيسو مصرف او ۹۸ لا هم پاتې دي.
د دغه بند په جوړېدو سره به ۱۸۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوب او ۸۰۰ کيلو واټه برېښنا توليد شي، چې د شاوخوا څو زره کورنو له پاره به برېښنايي اسانتياوې رامنځ ته کړي.
اسمعيل خان د بند د پرانيستې پر مهال پکتياوالو ته وويل، چې دوه کاله وړاندې بايد د دې پروژې چارې پيل شوې وی، خو دا چې تر اوسه يې چارې ځنډېدلې وې، د ده په خبره سيمه له امنيتي ګواښونو سره مخ وه:
"دوه کاله کيږي، چې دا پروژه امضا شوې، دا تر اوسه ځنډېدلې دا بايد په دريو کالو کې بشپړه شوې وه، تر اوسه بايد څلوېښت فيصده بوديجه بايد مصرف شوې وی، خو لا هم دوه فيصده مصرف تېر شوی دی."
نوموړي دا هم وويل، چې د دې پروژې ترڅنګ به له تاجکستان څخه رالېږدېدونکي برېښنا په اړه هم تصميم ونيسي، خو ويې نه ويل، چې ولې د اوبو او برېښنا وزارت تر دې مهاله د نړېوال بانک د ځانګړو شوو پيسو له شتوالي سره، سره پکتيا ته د انتقالي برېښنا په رالېږدولو کې پاتې راغلی.
په پکتيا کې د دې پروژې د رسمي کارونو په اړه د قراردادي شرکت مشر انجنر حکيم د تخنيکي چارو په اړه وويل، چې پخوا يې امنيتي ستونزې لرلې، خو اوس يې ټولې ستونزې هواري شوي او لومړني کارونه به ډېر ژر منظم او سر ته ورسوي:
"عملياتي ټيمونه تاسيس شول، پوستې ايجاد شوې او د واورې تر ورېدو پورې به د کانالونو سروې هم پای ته ورسيږي او په دې سره به د دې پروژې سروې پای ته ورسوو او انشاالله کارونه به شروع کوو."
د سيمې اوسېدونکو او قومي مخورو تل تور پورې کړی، چې د يادو دواړو پروژو په اړه د اوبو او برېښنا وزارت لازم پام نه دی ورته کړی او نن بيا مشرانو په خپلو خبرو کې وېره ښکاره کړه، چې که چېرته د دې پروژې نظارت په سم ډول ونه شي ښايي له ستونزو سره مخ شي، قومي مشر حاجي خواني جهاني وويل:
"پروژه بايد په لوړ کيفيت مخ ته لاړه شي او لومړی لاس پروژه وي داسې نه چې دويم او درېيم لاس ته انتقالييږي يو يې په بل او بل يې په بل خرڅوي، ډېرې غوښتنې لرو خو بايد په دې کارونو کې ډېر پام وشي."
د يادونې وړ ده، چې د اوبو او برېښنا وزير په لاس د يادې پروژې پرانيسته په داسې حال کې کيږي چې له دې وړاندې هم دوه ځله د يادې پروژې پرانيسته شوې خو ولې کارونه يې لا هم نه دي بشپړ شوي.
راپور: داود "تپان"، پکتیا